د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د کورنۍ د رازونو بربنډونکي کتاب چاپیدل بند شول


د نیویارک ایالت یوې محکمې د یو بل کتاب خپریدل په موقتي توګه بند کړل چې کیدای شول د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته ستونزې وزیږوي.

ټاکل شوې وه چې په روانه اونۍ کې د "له حده زیات او تل نابسیا: څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی ایجاد کړ" په نامه کتاب چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وریرې میري ترمپ، لیکلی بازار ته وړاندې شي.

د نیویارک ایالت د عالي محکمې قاضي هال گرینوالد، په موقتي توګه ددې کتاب د خپریدو د بندولو د حکم صادرولو په ترڅ کې وویل ددې کتاب په اړه د دونالد ټرمپ د ورور رابرت ټرمپ د ادعاو له ارزونې وروسته به د هغې د خپریدو په اړه تصمیم ونیول شي.

د قاضي په وینا رابرت ټرمپ ویلي چې د ښاغلي جمهور رئیس وریره باید د کورنۍ موافقې ته پابنده پاته شي چې د کورنۍ د نورو غړو له موافقې او اجازې پرته د ټرمپ د کورنۍ په اړه کتاب ونه لیکي.

د میري ټرمپ مدافع وکیل تیودور بوتروس، ویلي چې ددې کتاب د خپریدو مخنیوی د امریکا د اساسي قانون د لمړۍ ضمیمې څخه څرګنده سرغړونه ده چې په کې د بیان آزادي تضمین شوې ده.

ښاغلي بوتروس وویل: "دغه کتاب په هغه کال کې چې ټاکل شوی انتخابات وشي مهمو مسایلو او د برحاله جمهور رئیس په هکله جدي عامه اندیښنې ته اشاره کوي، باید حتی یوه ورځ هم له خپریدو څخه پاته نه شي".

خو د رابرت ټرمپ مدافع وکیل چارلس هاردر، د میري ټرمپ او د هغې د کتاب د خپروونکي – د سایمن او شوستر نشرات – "واقعاً د غندنې وړ" وګڼل او وویل چې د خپل موکل د مشروع حق لپاره به ټولې قانوني لارې چارې ولټوي.

میري ټرمپ د دونالد ټرمپ د مشر ورور فرد ټرمپ، لور ده. فرد ټرمپ چې د عمر په وروستیو کلونو کې په شرابو معتاد شوی و په ۱۹۸۱ کال کې د زړه د دریدو په وجه مړ شو.

د محکمې د حکم له صادریدو وروسته د سایمن او شوستر خپرونو له ویبسایت څخه د میري ټرمپ د کتاب په اړه معلومات لرې شوي دي.

له دې دمخه د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د یاداښتونو کتاب خپریدلو جنجال رامنځ ته کړ چې د جمهور رئیس د یو لړ کارونو څخه یې پرده پورته کړې وه، خو محکمې د هغه د کتاب د خپریدو اجازه ورکړې

XS
SM
MD
LG