A look at the best news photos from around the world.
د ورځې غوره انځورونه

۱
د چین د لیائونینگ ولایت په یوې کرونده کې د یوې تلویزیوني ډرامې د لوبغاړې درې بعدي انځور چې له شولو څخه جوړ کړل شوی دی.

۲
د پرتګال د فوټبال ملي ټیم ته د اروپا د هیوادونو د فوتبال جام د ګټلو په ویاړ د پرتګال په پلازمینه لیزبون کې د خلکو تود هرکلی.

۳
په منګلولیا کې د چنګیزخان د یادولو په مراسمو کې یو نارینه چې د لیوه له پوستکي جوړه شوې خولۍ یې پسر کړې ده.

۴
د عراق په بغداد کې خلک د هغه ځانمرګي برید د قربانیانو د یادولو په مراسمو کې چې څو ورځې د وړاندې د دوه سو څخه ډیر کسان پکې و وژل شول.