A look at the best news photos from around the world.
د ورځې غوره انځورونه

۱
ډانلد ټرمپ د جمهوري غوښتونکي کوند له لوري د امریکا ولسمشري ته نوماندي ومنله. هغه ملي گوندي غونډې ته د وینا په ترځ کې و ویل چې امریکا ته به لومړیتوب ورکوي.

۲
ډانلد ټرمپ د جمهوري غوښتونکو په کنوانسیون کې د وینا پر مهال. ټرمپ د کورنیو چارو برسیره په بهرنیو چارو کې هم د داسي تګلارو ژمنه وکړه چې د واشنګټن د اوسنیو سیاستونو سره په بشپږ توگه په ټکر کې دي.

۳
د اوهایو په کلیولند ښار کې د جمهوري غوښتونکي کوند کانوانسیون ته نیږدې د ټرمپ پر ضد لاریون کونکي.

۴
د اوهایو په کلیولند ښار کې د جمهوري غوښتونکي کوند کانوانسیون ته نیږدې، د ټرمپ په ملاتړ لاریون کونکي.