د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د پاکستان د کرکټ پښتون لوبغاړي پر خوله پټۍ ولګوله؟


د پاکستان کرکټ بورډ جنید خان د نړیوال جام لپاره په لوبډلې کې نه دی شامل کړی چې له لدی کبله هغه په یو جالبه انداز کې احتجاج کړیدی

جنید خان چې د پاکستان د لوبډلې سره د انگلستان په دورې تللی و، د نړیوال جام لپاره یې هم نوم په ١٥ کسیزې ډلې کې شامل و.

د هغې نه وروسته چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې په انگلستان کې څلور یوه ورځنۍ لوبې وبایللې، د پاکستان د کرکټ روزونکي انضمام الحق د نړیوال جام لپاره په لوبډلې کې درې بدلونونه کړیدي.

د پاکستان کرکټ بورډ د نړیوال جام د لوبډلې نه جنید خان، فهیم اشرف او عابد علي لیرې کړل او د هغوي پر ځاې یې محمد عامر، شاداب خان او وهاب ریاض واخیستل.

د کرکټ بورډ د دغه اعلان نه وروسته جنید خان په خپل ټویټر خپل یو عکس شریک کړ چې یې په خپله توره پټۍ لگولې ده او ورسره یې لیکي دي چې ریښتیا به نه وایم، ځکه ریښتیا تراخه وي. جنید خان څو ساعته وروسته خپل ټویټ لیرې کړ.

د کرکټ پوهان وایي چې د جنید خان احتجاج ځکه ځای لري چې محمد عامر په تیرو لسو لوبو کې یواځې دوه لوبغاړي سوځولي دي او همدغه ډول وهاب ریاض په تیرو څو لوبو کې ښه نه و ځلیدلی.

XS
SM
MD
LG