د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د کابل د پنځمې حوزې د استخباراتو مسئول وواژه


د افغانستان د حکومت ماموران وايي ټوپکولاو د په کابل کې د پولېسو د استخباراتو یو لوړ رتبه مامور او د هغه محافظ وژلي دي.

مامورینو وویل چې ټوپکوالاو نن د پنجشنبی په ورځ د کابل د پنځمې امنیتي حوزې د استخباراتو مدیر محمد گل په داسې حال کې وویشته چې د خپل دفتر نه کور ته راستنیده.

په عین وخت کې ناټو اعلان وکړ چې نن یې دوه تنه عسکر په بیلو بیلو پیښو کې وژل شوي دي.

د ناټو مامورانو وویل، یو تن امریکایي عسکر د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په حمله کې ولگید او مړ شو او یو بل عسکر یې په جنوب کې د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کې ووژل شو.

دا خبر په داسی حال خپور شو چې پرون په غزني کې د ناتو په یوه تصادفي هوايي حمله کې د افغانستان د حکومت پنځه تنه عسکر ووژل شول او دوه کسان یې زخمیان شول.

دا ددغه ډول تصادفي حملو یوه وروستئ پیښه ده چې کیږي.

د افغانستان حکومتي مامورانو دا حمله غندلې او ویلي یې دي چې دا لومړی وار نه دی چې خارجي قواوې په سهوې د افغانستان د حکومت پوځیان وژني.

XS
SM
MD
LG