د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهره کوونکي ادعا کوي ناټو قواو په چپاو کې ملکیان وژلي


په سوونو افغان مظاهره کوونکي، د چارشنبی په ورځ، د ننگرهار او کابل ترمنځ مهمی لویې لارې ته راوتلي وو او هغه یې بنده کړې وه.

هغوی په دې باندی مظاهر کوله چې دېوې ادعا له مخی دناټو قواو دوه ملکېان وژلي وو. دننگرهار چارواکی وايي چې داېتلاف قواو ېو پلار او زوی د سه شنبی دشپې له خوانه په ېوه چپاو کې ووژل.

خو ناټو وايي چې هغوی دوه ېاغېان وژلي دي او څو تنه نور ېې نېولی دی خو په دې عملېات کې ېې ملکېان ندی ژوبل کړي. په رپوټ کې ویل شویدي چې داېتلاف قواو هغه ېاغی طالبان تعقېبول چې لږ تر لږه له دوه حملو سره ېې تړاو درلود. هغو ی په دغو حملو کې شلخی بمونه استعمال کړی وو.

رپوټ وايي چې مظاهره کوونکیو دحکومت او امریکا ضد شعارونه ورکول؛ په داسی حآل کې چې د کابل او جلال اباد ترمنځ لوېه لاره ېې بنده کړی وه.

ناټو ووېل چې په کندهار کې په ېو جلا چپاو کې چې دوی پرېوه ودانی کړی و لس تنه ېاغېان ووژل. پردې سر بېره ېې د وسلو ېوه ستره ذخېره چې لاسونه بمونه ، دهاوان گولۍ او دبم جوړولو سامان الات ، پکی موجود ورانه کړه.

ناټو ووېل چې دهېلمند په ولاېت کې ، ناټو او افغان قواو هغه ٢٧ کسان له موقتی زندان نه خوشی کړل چې له ېاغېانو سره په بندېان وو. په نورو عملېاتوکې هغوی ١٣ تنه ېاغېان ووژل. ناټو ووېل چې دا بندېان طآلبانو نېولی وو او د ناټومرکز ته د علاج لپاره بوتلل شول.

XS
SM
MD
LG