د لاس رسي وړ اتصالات

دا افغان ځوانان غواړي د نشيي موادو خلاف مبارزه وکړي


دا افغان ځوانان غواړي د نشيي موادو خلاف مبارزه وکړي
دا افغان ځوانان غواړي د نشيي موادو خلاف مبارزه وکړي

یو شمیر افغان ځوانان غواړي د مخدره موادو او د اعتیاد په مخنیوي کې خپله ونډه واخلي او په خپلو سیمو کې به د نشه يي موادو د زیانونو په اړه خلک پوه کړي.
له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل چې د ځوانانو د کانګرس په غونډه کې یې برخه لرله وی ویل ځوانان کولای شي په خپلو سیمو کې د اعتیاد د مخنیوي لپاره هڅې وکړې هغه وویل په افغانستان کې یو ملیون خلک په مخدره موادو روږدي دي چې ډېره برخه یې ځوانان تشکیلوي.

د ځوانانو دا کانګرس چې د کولمبو پلان په ماليي لګښت جوړ شوی څلور ورځې به دوام وکړي. په افغانستان کې د کولمبو پلان مسول، ډاکټر شمس الاسلام یاسر اشنا تلویزیون ته وویل له دې غونډې هدف دا دی چې د مختلفو ولایتونو ځوانان په خپلو کې سره کښيني او په ځوانانو کې د اعتیاد د ستونزې د له منځه وړلو په لارو چارو وغږیږي.

XS
SM
MD
LG