د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوايي میدان کې د حقاني ډلې مشکوک کس نیول شوی


د کابل هوايي میدان کې د حقاني ډلې مشکوک کس نیول شوی
د کابل هوايي میدان کې د حقاني ډلې مشکوک کس نیول شوی

ناټو وايي، افغان قواوو د کابل په هويي میدان کې د طالبانو د وسلو یو اکمالوونکو نیولی دی.

ناټو وايي، افغان چارواکي پرون پداسې حال کې پدغه مشکوک کس باندې پوه شول چې هغه سعودي عربستان ته روانې یوې الوتکې ته پورته شوی و. چارواکو پر الوتکې امر وکړ چې بیرته میدان ته راستنه شي او له کومې پیښې پرته یې مشکوک تن ونیو.

ناټو وايي، دغه سړی د حقاني د ډلې غړی دی او له دې امله یې د نیولو هڅه کېدله چې تندروانو ته یې وسلې او مهمات رسول.

له دې برسیره، افغان او نړیوال عسکر وايي، د طالبانو درې نور عالي رتبه مشران یې نیولي دي. ناټو وايي، دغو درې کسانو د بمونو او سپکو وسلو په څو حملو کې لاس درلود.

ناټو همدارنگه وايي، په روانو ناامنیو کې د دوی دوه عسکر هم وژل شوي دي.

دوی وایي چې یو عسکر یې د دوشنبې په ورځ د هیواد په خیتځ کې د یاغیانو په حمله کې او بل یې د سه شنبې په ورځ د هیواد په جنوب کې د بم په چاودنه کې وژل شویدی.

ناټو د دې وژل شوو عسکرو هویت نه دی ښودلی چې د کوم هیواد اتباع دي.

نور تفصیل:

په افغانستان کې سږنی کال د نړیوالو قواو دپاره د کال ٢٠٠١ نه راپدې خوا د ټولو نه خونړی کال دی. په روان کال کې تر اوسه ٦٢٣ خارجي عسکر وژل شویدي.

بل خوا د پکتیا په ولایت کې چارواکي وایي چې یو محلي چارواکی هغه وخت ووژل شو چې موټر یې د سړک د غاړې په یو بم ور برابر شو.

په عین وخت کې، د دوشنبې په ورځ د امریکا مامورینو ویلي وو چې افغانستان باید د کال ٢٠١۴ پورې دې ته تیار شي چې د خپل هیواد امنیت پخپله وساتي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس او د امریکا مهم پوځي مشر ستر جنرال مایک مولن ویلي دي چې په راتلونکي وخت کې له یاغیانو سره سختې جگړې په مخکې دي.

د استرالیا په ملبورن ښار کې د خبرو په وخت ښاغلي گیټس او جنرال مولن وویل چې ناټو هم باید ددې میاشتې په پای کې په پرتگال کې د خپلې غونډې په وخت د هغې نیټې ملاټر وکړي چې د افغانستان حکومت د خپل امنیت چارې په خپله غاړه واخلي.

د دې کال په پیل کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هم ویلي وو چې د کال ٢٠١۴ پورې به افغانستان د خپل امنیت ساتلو جوگه شي.

همدا شان د امریکا جمهور رئیس براک اوباما هم ویلي و چې د کال ٢٠١١ په جولای کې به د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل پیل شي.

XS
SM
MD
LG