د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د هلمند د وکیل په کور برید کې پنځه تنه وژل شوي


پولیس وایي په دې برید کې پنځه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د کابل ښار د خوشحال خان په مینې کې په ولسي جرګه کې د هلمند د ولایت د یو استازي معلم میرولي په کور دځانمرګو بریدګرو د تیرې شپې په برید کې د معلم میرولي د کورنۍ د دوو غړو او دووساتوونکو سربیره په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو د یو استازي عبیدالله بارکزي د زوی په ګډون پنځه تنه وژل شوي او اوه تنه نورټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو د وینا له مخې په دې برید کې درې بریدګرو برخه لرله چې یو یې د برید د پیل پروخت د معلم میرولي د کور مخې ته ځان ته چاودنه ورکړې او پاتې نور دوه د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د پولیسو د وینا له مخې دا برید شاوخوا د تیرې شپې په اوه نیمو بجو پیل شوی وو او سهار په پنځه نیمو بجو پای ته رسیدلی دی.

د رپوټونو له مخې معلم میرولي په دغه برید کې د کړکیو په ماتو شوو شیشو ټپي شوی دی.

خو د هغه د کورنۍ دوه غړي، دوه ساتوونکي او د عبیدالله بارکزي زوی په وژل شوو کسانو کې شامل دي.

د کابل د پولیسو د جنایي جرمنو د څانګې رئیس جنرال فریدون عبیدي امریکا غږ اشنا راډیو ته په برید کې د پنځه تنو وژل کیدل او د یو تن ټپي کیدل تائید کړل.

جمهور رئیس محمد غني په یو بیان کې چې له ارګ خپور شوی په دغه برید کې د معلم د میرولي او عبیدالله بارکزي کورنیو د غړو په وژلو د پارلمان له دغو استازو سره خواخوږي ښودلې ده.

جمهوررئیس غني دغه برید یو نه بخښوونکی عمل او ستر جنایت بللی او یو ځل بیا یې ټينګار کړی چې د هغه استوګنځایونو په نښه کول چې د ملي او سیاسي شخصیتونو د کورنۍ غړي په کې اوسیږي، په هیڅ دین او آیين نشي توجیه کېدای او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کار دی.

طالبانو چې ددغه برید مسولیت یې په غاړه اخیستی ادعا کړې چې په دغه برید کې یې تر شلو پورې د افغان امنیتي ځواکونو منسوبین او د طالبانو د ویاند په وینا مهم کسان وژلي او یو شمیر نور یې ټپیان کړي دي.

طاالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه برید کې د دغې ډلې دوو بریدګرو برخه لرله.

دمخه معلومات

د کابل ښار په خوشحال خان مینه کې وسله والو کسانو په ولسي جرگه کې د هلمند ولایت د وکیل معلم میر ولي پر کور حمله کړې ده.

یوې بلې منبع ویلي دي چې د هلمند ولایت د استخباراتو پخوانی رئیس هم ددغې حملې پر وخت د معلم میر ولي په کور کې و.

تر اوسه د دوو لویو چاودنو غږ اوریدل شوی چې یو یې د ښاغلي میر ولي د کور دننه او بل یې له کوره بهر و.

منابع وایي چې لومړنۍ چاودنه ماښام شاوخوا اوه بجې وشوه. نا تائید شوي رپوټونه وایي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د عامه روغتیا د وزارت یو چارواکي د امریکا غږ ته ویلي چې د پیښې د ځای پر لور غزیدلي سړکونه پولیسو بند کړي چې له وجې یې امبولاسونه هم نشي کولای چې هغه ځای ته لاړ شي.

طالبانو د پیښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG