د لاس رسي وړ اتصالات

پر انټرکانټیننټل هوټل د برید جزیات خپاره شول


پر انټرکانټیننټل هوټل د برید جزیات خپاره شول
پر انټرکانټیننټل هوټل د برید جزیات خپاره شول

د افغان حکومتي چارواکي وايي، د سه شنبې په شپه یوولس تنه ملکي کسان او پولیسان هغه وخت ووژل شول چې په درندو وسلو سمبالو ۹ تنو وسله والو جنګیالو د کابل په یوه عصري هوټل باندې برید وکړ.

چارواکو وویل چې د کابل د انټرکانټېننټل هوټل پنځه ساعته محاصره وروسته له هغه پای ته ورسېده چې نهه واړو حمله کوونکو یا خپل بمونه وچول او یا دا چې د امنیتي ځواکونو سره په ډزو کې ووژل شول.

دغه حمله، په داسې حال کې وشوه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته په تدریجي توګه د هېواد د امنیت د ساتلو د مسوولېت د ورسپارلو په باب یو کانفراس شروع شوی و.

حمله کوونکو څو چاودنې وکړې. لږ تر لږه اته تنه زخمیان شوي دي.

امنیتي مقامات وايي، د سه شنبې په برید کې وژل شوي کسان زیاتره دهوټل کارکوونکي دي او دوه تنه یې پولیسان دي. ناټو وايي چې دوو هلیکوپترو یې د هوټل د بام په سر ولاړ ٣ تنه حمله کوونکي ووژل. یو هسپانوی میلمه هم وژل شوی دی.

نن د چهارشنبې په سهار د افغان امنیتي ځواکونو موټرو او امبلانسونو د هوټل له ودانۍ نه د وژل شویو افرادو مړي او زخمیان رایستل. د کانټننټل په هوټل کې زیاتره بهرنیان اوسیږي.

طالبانو ددغه برید مسولیت اخیستی او ویلي یې دي چې په هوټل کې میشت بهرنیان یې هدف و. د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي او د ناټو مشرانو دغه حمله وغندله او ویې وېل چې دغه شان بریدونه به افغان ځواکونو ته د امنیت د ورسپارلو د کار جریان ونه ځنډوي. ښاغلي کرزي په یوه بیانیه کې د امنیتي ځواکونو د ځوابي اقداماتو ستاینه وکړه.

سید وحید، چې یوه عیني شاهد دی، امریکا غږ ته وویل چې د سهار په درې بجې یې د یوې درنې چاودنې غږ واورېد هغه وویل د پولتخنیک - باغ بالا سرک د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې دغه حمله غندلې ده او ویلي یې دي، دا حمله ښېې چې تروریستان د انساني ژوند قدر او قیمت نه پېژني. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي کوم امریکايي دیپلوماتان چې په هوټل کې موجود ؤ، روغ رمټ دي. ټاکل شوې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به سږ کال په جولای کې په اوو سیمو کې د امنیت مسوولیت له ناټو نه په غاړه واخلي.

په افغانستان کې د ناامنۍ دغه ډول پیښې په داسې حال کې ادامه لري چې امریکا غواړي په راتلونکو څو اونیو کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو بهیر پیل کړي.

XS
SM
MD
LG