د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ایتلافي قواوو پر مرکز برید شوی


کابل کې د ایتلافي قواوو پر مرکز برید شوی
کابل کې د ایتلافي قواوو پر مرکز برید شوی

طالبانو په پایتخت کابل کی د روانو حملو مسولیت په غاړه اخستی دی. داسې ښکاري چې ددې حملو هدف زیاتره د اتلاف د قواوو مرکزونه او حکومتي ودانۍ دي.

نن په کابل کی د آیساف د قواوو مرکز ته نږدې څو چاودنې او همدغه راز د ټوپکو ډزې وشوې.

د امریکا غږ کارکوونکو هم ویلي دي چې لږ ترلږه دوه چاودنې د امریکا سفارت ته نژدې شویدي.

د مطبوعاتو، رپوټونه وایي دا تشدد د کابل د ښار په منځ کې هغې سیمې ته نژدی شویدی چې سفارتونه په کې دي.

طالبان وایي د کابل په حکومتي ودانیو او د ملک په استخباراتي تاسیساتو باندې حملې کوې.

تر اوسه د تلفاتورپوټونه نه دي راغي.

ددې حملی نه څو ورځې مخکې، یاغیانو د افغانستان په مرکزي برخه کې د ناټو په اډې حمله وکړه، څلور ولسی افغانان ووژل شول او د سلو نه زیات، چزې ٧٧ کسه په کی امریکایی عسکر وو، زخمی شول.

طالبانو وویل د وردګو د ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د نظامي اډې نه دباندې د شنبې د ورځې حمله دوی کړیده.

خو د پنټاگون نطاق پرون د دوشنبې په ورځ وویل، ډیر احتمال شته چه د حقانی ډله ، چې مرکز یی په پاکستان کې دی، په دې حملی خبره وه اویا یې ملاتړ کړی وي.

د حقاني د ډلې جګړه مارانو چې د پاکستان د شمالي وزیرستان د قبایلی سیمې نه عملیات کوي او د طالبانواو القاعدی دواړو سره اړیکې لري، په ګاونډي ملک افغانستان کې یو شمیر غټې حملې پیل کړیدي.

دا چاودنه، په امریکا باندې د سپتمبر د یوولسم تاریخ د ترورستي حملو د لسم تلین په موقع وشوه.

XS
SM
MD
LG