د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د تیرې ورځې برید نن پای ته ورسید


کابل کې د تیرې ورځې برید نن پای ته ورسید
کابل کې د تیرې ورځې برید نن پای ته ورسید

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د تېرې ورځې په بریدونو کې څلور پولیس او څلور ملکیان وژل شوي او نهه پولیس او اته ملکي وګړي بیا ټپيان دي، که څه هم لا تر دې دمه د پوره مرګ ژوبلې شمېره نشته ولې چارواکي وايي ممکن د تلفاتو شمېر زیات وي.

د تېرې ورځې له غرمې وروسته د کابل ښار په مهمو نقطو د وسلوالو طالبانو بریدونه له یو لړ مرګ ژوبلې سره سره نن سهار په اتو بجو پای ته ورسېدل، تر ټولو مهم برید د کابل ښار په زړه د عبدالحق څلور لارې ترڅنګ له څوارلس پوړیزه ودانۍ وو چې طالبانو د نېږدې شلو ساعتونو لپاره ترې پخه مورچله جوړه کړې وه، اوس حالت عادی دی او خلک بېرته عادي کارونو ته ورستانه شوي. برید مرګ ژوبله درلوده.

د چارواکو په ويناء برید د شپږو ځانمرګو له خوا کېده او د شپږ واړو ځانمرګو جسدونه په ودانۍ کې د پېښې له پای ته رسېدو وروسته پراته وو.

له همدې موقعیت په کابل ښار کې مهم ډيپلوماټیک او پوځي ځایونه په اسانۍ وسلوالو طالبانو په نښه کړل او بریدونه یې پرې وکړل، د امنیتي چارواکو په ويناء وسلوالو طالبانو ګڼ توغندي د وزیر اکبر خان د سیمي په لور توغولي، پولیس وايي ترهګر په ټونس ډوله موټر کې راغلي وو او په موټر کې د چاودیدونکو توکو ترڅنګ چادري او زنانه البسې هم لیدل شوي دي.

د برید د تصفیوي عملیاتو رهبري پولیسو کړې خو نړیوالو ځواکونو یې هوايي ملاتړ هم کړی دی.

صدیق صدیقي، د کورنیو چارو وزارت ویاند:

د امریکا سفیر راین کراکر وايي د ار پي جي څو مرمۍ د سفارت په صحن لګېدلي، درې ویزه اخېستونکي او یو د سفارت ګارد چې افغان دی ټپيان شوي دي، هغه وویل برید د حقاني شبکې کړی او دا شبکه د پاکستان په شمالي وزیرستان کې فعاله ده، هغه وویل برید طالبانو ته دوه لارې ورښيي یا دې سوله وکړي او یا به د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وژل کیږي.

راین کراکر، په افغانستان کې د امریکا سفیر:

‪"برید البته په سفارت وو، زه درته دقیقا ویلای شم چې اغېز یې درلود، دې مونږ ټول وهڅولو چې لا زیات او سخت کار وکړو ترڅو له افغان حکومت او خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو

د پېښې ټپيان بیا د داسې بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي او له طالبانو غواړي چې نور دې جګړو ته دوام نه ورکوي.

عبدالرحیم احمدي، د ملي تلویزیون کمره مین:

‪هلته یو پولیس د دښمن تر اور لاندې پروت وو، یو بې چاره مسکین ټکس وان هم لګېدلی وو، نیم په موټر او نیم له موټر بهر وو

عام وګړي له برید متاثره دي خو د افغان امنیتي ځواکونو هڅې ستايي.

فرید نیازی، د کابل ښار اوسېدونکی:

پداسې حال کې چې طالبان وار په وار له نويو جنګي تکتیکونو کار اخلي او روان جګړه ایز حالت ته نوې بڼه او ماهیت ورکوي، لا هم جمهور رئيس حامد کرزی طالبان سولې ته رابولي ، بل لورته د امنیت د انتقال د پروسې د دوهم پړاوو د پيل سره سم داسې بریدونه د شنونکو په ویناء دا پروسه له خنډ سره مخامخ کوي.

XS
SM
MD
LG