د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د خپل حقوقي سلاکار دنده معلقه کړه


د جمهور رئیس په حکم کې راغلي دي چې د هوشمند ښارگوټي د جوړولو تفاهم لیک د اعتبار وړ نه دی.
د جمهور رئیس په حکم کې راغلي دي چې د هوشمند ښارگوټي د جوړولو تفاهم لیک د اعتبار وړ نه دی.

د جمهوري ریاست د حقوقي مشاور عبدالعلي محمدي دنده د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا معلقه شوې ده.

ښاغلي غني د کابل بانک د پورونو د حاصلو د پروسې د ناسم مدیریت د ادعاو په هکله یو هیات ته دنده سپارلې ده چې گواکې په دغه پروسه کې ښاغلي محمدي ناسم اجراات کړي دي.

د جمهوري ریاست په حکم کې په ځانگړې توگه د "په اوږدمهاله بند باندې د محکومو پوروړو پورې اړوند شرکتونو او د ښار جوړولو د وزارت سره د تفاهم لیک د لاس لیک کولو یادونه شوې ده.

تیره اونۍ د هوشمند په نامه د اوسیدنې د یو ښار گوټي د جوړولو تړون د افغانستان د ښاري چارو د وزارت او د کابل بانک د پوروړي سهم لرونکي خلیل الله فیروزي ترمنځ لاس لیک شو.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي ددې تړون له لاس لیک کولو وروسته خبریالانو ته ویلي وو چې په دې اړه د ځواب ویلو مسؤلیت د ښاري چارو د وزیر سید سعادت نادري، د ښه حکومتدارۍ په برخه کې د جمهور رئیس د ځانگړي استازي احمد ضیا مسعود او د جمهوري ریاست د حقوقي سلاکار عبدالعلی محمدي په غاړه دی.

د جمهور رئیس په حکم کې راغلي دي چې د هوشمند ښارگوټي د جوړولو تفاهم لیک د اعتبار وړ نه دی.

د جمهور رئیس په فرمان کې ویل شوي دي چې په دې پلاوي کې د فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئیس سید غلام حسین فخري او د اداري فساد پر ضد د گډې خپلواکې کمیټې استازی محمد یاسین عثماني ته دنده سپارل شوی ده.

ددې فرمان له مخې دغه پلاوی مؤظف دی هغه اسناد وڅیړي چې د کابل بانک د پورونو د تصفیې په چارو کې د غیر قانوني اجرااتو ښکارندوی وي. په دغو کې د جمهور رئیس د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي مداخله هم ارزول کیږي.

دوی ته دنده سپارل شوې چې د افغانستان د نافوذو قوانینو سره ددغو اجرااتو د مطابقت او یا مغایرت په هکله هم خپل نظر څرگند کړي او هغه ژر تر ژره د افغانستان جمهور رئیس ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG