د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل بانک دوه لوړرتبه مشران ونیول شول


د کابل بانک دوه لوړرتبه مشران ونیول شول
د کابل بانک دوه لوړرتبه مشران ونیول شول

د کابل بانک دوه سهام لرونکي او ددې بانک چلونکي د لویې څارنوالی له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي دا دواړه یې د افغانستان خلکو ته د ضرر رسولو په تور نیولي او زیاتوي چې د کابل بانک د قضیې په اړوند ځینې نور کسان هم د دوی په لیست کې شته دي چې باید ونیول شي.

پر خلیل الله فیروزی او شیر خان فرنود باندې تور دی چې د کابل بانک په را منځته شوي مالي بحران او فساد کې لوی لاس لري. دا دوه تنه پرون ونیول شول.

د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي، له هغه وروسته چې په کابل بانک کې د فساد په اړه حقایق خپاره شول نو د څیړنو لپاره ځانګړی کمیسیون وټاکل شو چې پدې اړه څیړنې وکړي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري وایي، څو ورځې دمخه نوموړي کمیسیون غوښتل د تورنو کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته د تحقیق لپاره ولیږي په دې ترڅ کې د افغانستان د مرکزي بانک مشر قدیر فطرت چې د څارنوالې په وینا په دغه مالی فساد کی ښکیل دی له هیواده وتښتید.

لویه څارنوالي وايي، ددی لپاره چی د ورته پیښې د بیا رامنځته کیدو مخنیوی وشي او دا تورن کسان په تیښته بریالی نشی نو دوی یې ونیول.

ویل شوي د کابل بانک په لانجه کی ځینې بهرنۍ موسسې، د افغان دولت لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان بانک ځینې کارکوونکي هم لاس لري.

لویه څارنوالي وايي: د کوپر هاوس او قانونیون او محاسبیون په نامه موسسې چی د ۹۰ میلیونه ډالرو په اخیستو سره یې بانکونه څیړلي دي او د هغو په هکله یې ناسم راپورونه ورکړي دي او کابل بانک یې د افغانستان د ډیرو بریالیو بانکونو نه شمیرلی دی.

رحمت الله نظري وایي ددې بانک د فساد په اړه به ټول ښکېل کسان نیسي او دوسیې به یې څیړي.

د قدیر فطرت د نیولو هڅه

په همدی حال کی افغان دولت د انترپول نه غوښتي چې د مرکزي بانک پخوانی مشر قدیر فطرت دې د پوښتنو ګرویږنو لپاره دې هیواد ته وسپاري.

قدیر فطرت ددې اونۍ په پیل کې له کابل نه واشنګټن ته راغی او دلته یې له دندې استعفی اعلان کړه.

ښاغلي فطرت له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې وویل، د کابل بانک په فساد کې د یو لړ اشخاصو د نومونو له افشا کولو وروسته یې ژوند په خطر کې لویدلی و.

فطرت نږدې دوه میاشتې مخکې، افغان پارلمان ته وویل چې د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزی او د ولسمشر د لومړی مرستیال قسیم فهیم ورور په هغو کسانو کې شامل دي چې د کابل بانک په فساد کې لاس لري.

پر دغو کسانو باندې تور دی چې له بانک څخه یې په میلیونونو ډالر اخیستي دي او بیرته یې ندي ورکړي.

XS
SM
MD
LG