یوه ځان مرگه بم چوونکي په یو واړه سرویس موټر چه کابل ته نژدی یی خارجیان وړل، حمله کړیده ، لږ تر لږه ١٢ کسه یې وژلي دي.
پولیس وايي کم تر کمه نهه خارجی کارگران ، د هغوی موټروان او دوه نور افغانان نن د سه شنبې په ورځ د کابل هوايي ډگر ته نژدې په دې چاودنه کې ووژل شول.
دغه ځان مرگه د بمونو ډک موټر هوايي دگر ته غزیدلې لوېې لاری باندې سرویس موټر ته نژدی وروست او بمونه یی وچول.
افغان چارواکو وویل، په خارجی کارگرانو کې د جنوبي افریقا او روسیې کارگران وو او هوايی ډگر ته نژدې یی په یوې شخصي کمپنۍ کې کار کاوه.
د اسلامي حزب افغانې یاغي ډلې، ددې حملې مسولیت په غاړه اخستې دی وايي یوې یوې ښځې د اسلام ضد فلم د غندنې په خاطر دغه برید کړیدی.
دغه فلم چه په امریکا کې جوړ شویدی د اسلام پیغمبر ته په کې سپکاوې شویدی او د افغانستان په شمول یې په نړی احتجاجونه پارولي دي.
ناټو، نن د امریکا غږ راډیو ته وویل، د افغان امنیتي قواوو سره گډ عملیات ځنډوي ځکه چه په دې اخرو وختونو کې په بین المللي قواوو د افغان پوځیانو او پولیسو بریدونه زیات شویدي او د اسلام ضد دغه فلم خپور شوی دی.
د ناټو نطاق چارلي ستاډلاند په یو بیان کې وویل په جنگي او نورو ساحو کې به اکثره وخت گډ کار او مشورې نوری کمې وي .
په ټیټه سطحه د گډې همکارې پریکړه به پخپله محلي قوماندانان د هرې قضې او پیښی په اساس کوي.
په دې کال کې تر اوسه پورې د بین المللی قوې یو پنځوس عسکر وژل شویدي چه دیرش تنه یی د خپلو افغانو همکارانو له خوا وژل شویدي.