د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل حضوري چمن ورغول شو


د کابل حضوري چمن ورغول شو
د کابل حضوري چمن ورغول شو

د کابل حضوري چمن له بیارغونې وروسته نن په رسمي توګه د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ددغه چمن ډیره برخه د جګړو په کلونو کې ویجاړه شوې وه.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټه وايي، د عزیزي بنیاد لخوا د چمن په بیا رغاونه دوه میلونه ډالر ولګول شول.

وروسته له دې په حضوري چمن کې په یوه وخت شپاړس لوبډلې کولای شي چې د فوټبال لوبې ترسره کړي.د المپیک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر په همدې هکله جوړې شوې ناستې ته وویل چې دوی تراوسه د ګڼو مرستندویه ادارو په مرسته چې پکې د امریکا د متحدو ایالتونو هم شامل دي شپیته میلونه ډالر د ورزشي ځایونو په جوړولو لګولي دي.

ده په ورته وخت کې له افغان چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې له افغان ورزشکارانو سره مالي مرسته وکړي چې هرځلې په بهرنیو سیالیو کې له خپل ګډون سره په تشو لاسونو ویاړونه ترلاسه کړي دي.

د ولسمشر مرستیال محمد قسیم فهیم چې د حضوري چمن د پرانستې غونډې کې یې ګډون کړی وو لوبغاړو ته یادونه وکړه دا تاسو یاست چې د افغانستان بیرق په بهر کې رپوۍ. ښاغلي فهیم له ملي سوداګرو څخه مننه وکړه چې د ورزشي ځایونو په جوړولو کې برخه اخلي.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټه وايي چې په لومړيو کې د حضوري په چمن کې د فوټبال لوبې ترسره کیږي او په راتلونکې کې به نورو لوبو لپاره هم چمتو کړای شي.

XS
SM
MD
LG