د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د سي آی اې دفتر دننه نښته کې ۲ تنه مړه دي


کابل: د سي آی اې دفتر دننه نښته کې ۲ تنه مړه دي
کابل: د سي آی اې دفتر دننه نښته کې ۲ تنه مړه دي

په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي چې د سفارت مربوط یوې ودانۍ کې د نښتې په نتیجه کې یو امریکايي تبعه وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د سفارت ویاند ګوین سندوال نن د دوشنبې په ورځ وویل چې یو افغان کارمند چې د امریکا د حکومت دپاره یې کار کاوه دغه برید یې پرون د یکشنبې په ورځ ترسره کړی دی. برید کونکی په خپله وژل شوی خو چارواکو د برید د لامل په هکله څه نه دي ویلي نه یې چا تر اوسه پوري د مسولیت ادعا کړې ده.

لویدیځو مطبوعاتو د چارواکو له خولې لیکلي چې دغه ودانۍ د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې مربوط ده.

په پېښه کې ټپي شوی امریکايي تبعه روغتون ته انتقال شوی دی او ټپونه یې دومره جدي نه دي چې د هغه ژوند ته ګواښ پېښ کړي. دغه برید وروسته له هغه نه کېږي چې د دوو اونیو نه لږ وخت مخکي یاغیانو یو لړ حملې وکړې او په کښي یې په پایتخت کابل کې ځیني مهم هدفونه په نښه کړل. په دغو هدفونو کې د ناټو عمومي قومانداني او د امریکا سفارت شامل وو. په دې یوه ورځنۍ حمله کې لږ تر لږه ۹ کسه ووژل شول.

دغه راز د دوشنبې په ورځ هم د افغانستان په جنوب کې د ناټو یو عسکر د بم په یوه حمله کې وژل شوی دی. د عسکر د هویت په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

په یوې جلا پېښه کې پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا په ولایت کې یوه ځانمرګه برید کونکي د پولیسو د مرکز دباندي چاودنه وکړه او لږ تر لږه دوه تنه پولیسان او دوه نور ملکي کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG