د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې نړیوال باغ جوړیږي


A protester shouts slogans outside of parliament during a meeting in Nicosia, Cyprus, March 18, 2013.
A protester shouts slogans outside of parliament during a meeting in Nicosia, Cyprus, March 18, 2013.

د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش وايي کابل کې د نړیوال باغ د جوړېدو پلان لري.

نواندیش نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا باغ به د خیرخانې په کوتل کې په یو سلو شپږ اویا جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د بیلابیلو ملکونو سفارتونو ته ددغه باغ برخې ورکوي چې هغوی یې ورته جوړې کړي.

ښاروال وايي، له ځینو سفارتونو سره یې په دې اړه خبرې کړي او تر اوسه دغه پلان په ابتدايي پړاو کړې دی.

ښاروال محمد یونس نواندیش
ښاروال محمد یونس نواندیش

په نننۍ خبري غونډه کې نواندیش همدارنګه وویل چې په روان لمریز کال کې به د کابل په ښار کې څلوېښت کیلو مټره سړک قیر کړي او پدې توګه به د کابل د ښار عمده ستونزه چې تر ډېره د سړکونو له ورانۍ شکایتونه کیږي ځواب وویل شي.

د کابل ښاروال چې د سږ کال لپاره د ښاروالۍ پلانونه بیانول خبریالانو ته وویل چې ددې څلوېښت کیلو مټره سړک د پخولو لپاره امریکا او جاپان مرسته کوي.

کابل ښاروال دا ډول د کثافاتو د ذوب خبره هم وکړه او وې ویل چې د کابل د پاکۍ لپاره خورا زیات پروګرامونه لري.

د کابل ښاروالۍ همدارنګه وايي چې په روان پسرلي کې به په کابل کې نیم میلیون نیالګي کیښودل شي.

XS
SM
MD
LG