په افغانستان کې د ایساف ځواکونه وايي د ملي اردو او پولیسو له لباسونو نه د وسلوالو مخالفینو د ګټې اخېستنې مسئلې اندېښمن کړي او افغان حکومت دې، پدې هکله جدي اقدام وکړی چې د نورو ورته پېښو مخه ونېول شي.
د ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاټز چې د دفاع پر وزارت تر برېد وړاندې یې خبریالانو سره په خپل اوونیز کنفرانس کې خبرې کولې، وویل د لغمان د ګمبیري ډاګ په پوځي اډې حمله چې د پنځو نړیوالو ځواکونو د سرتیرو د وژل کېدو سبب شوه.
برید کوونکي د ملي اردو جامې اغوستې وې او دده د معلوماتو پر اساس د ملي اردو سرتیری هم وو.
هغه وویل د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او له افغان حکومت سره ګډه هڅه کوي چې د ملي اردو د سرتیرو په جلب او جذب کې له ځیرتیا نه کار واخلي.