د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل کندهار لویه لاره نن په زابل کې بنده ده


په تیرو پنخلس کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د کابل کندهار لویه لاره د ناامنییو له امله د څلورو ورځو لپاره تړلې پاتې کیږي
په تیرو پنخلس کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د کابل کندهار لویه لاره د ناامنییو له امله د څلورو ورځو لپاره تړلې پاتې کیږي

په غزني کې ولایتي چارواکي وایي چې د کابل کندهار لویه لار د دغه ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکو پرمخ پرانستل شوې ده، خو د زابل د ولایت د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې دا لاره د یو پل او دوه پلچکونو د نړیدو له امله د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د زابل ولایت په مرکز د کلات په ښارکې د امریکا غږ خبریال عزیزالله پوپل وایي چې هغه څوک چې پرته له موټر څخه په لاره ځي هغوی کولای شي چې لاړ شي خو په دغه لاره د یو لوی پل او دوه پلچکونو د نړیدو له امله د موټرو تګ راتګ دریدلی دی.

د زابل د ولایت مرستیال مسعود بختور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د لارې د پرانستلو کار روان دی.

ښاغلي بختور وویل " په دې لاره د ماینونو د ایښودلو او پل او پلچکونو د نړیدو له امله بنده شوی چې هڅه کیږي ژر په دغه لاره ماینونه پاک او پل د تګ راتګ لپاره چمتو شي ".

زمونږ خبریال وایي چې ډیر مسافر په خپلو پښو له دغه ځایه تللي دي خو د هغوی موټر لا هم د پل د ړنګیدو له امله په سیمه کې بند پاتې دي.

د زابل ولایتي چارواکي وایي چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق د تیرو دوو ورځو نږدې پنځه سوو بندو مسافرو ته د کلات دښار په میلمستونونو او رستورانټونو کې د اوسیدانې او خوړو د برابرولو بندوبست کړی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملکي خلکو سره د خواخوږۍ له امله یې تیره ورځ هغو ټولو بندو مسافرو ته د تګ اجازه ورکړه چې د غزني د ولایت په مربوطاتو کې په جګړو کې ایسار پاتې شوي وو.

خو د غزني په ولایت کې چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې لویه لاره د مخالفو وسله والو څخه په بشپړه توګه پاکه شوې ده خو د میدان وردګ د ولایت د جلریز او د زابل د ولایت شاجوی په ولسوالۍ کې د جګړو له امله دا لاره لاهم د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

د غزني د ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال اسدالله شجاعي امریکا غږ ته وویل چې اوس د غزني په ولایت دا لاره نده بنده.

ښاغلي شجاعي وویل"د کابل کندهار لویه لاره تیرماښام په بشپړه توګه د مخالفو وسله والو له شتون پاکه شوه، خو په زابل کې د نښتو له امله دا لار لا هم تړلې ده".

په تیرو پنځلس کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د کابل کندهار لویه لاره د نښتو له امله د څلورو ورځو لپاره بنده پاتې کیږي.

د بلې خوا د بامیانو او کابل ترمنځ لویه لاره چې د میدان وردګ ولایت څخه تیریږي نن د جلریز د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جګړې له امله بنده شوې چې ورسره بامیانو او کابل ته په دغې لارې ډیر تلوونکي مسافر بند پاتې دي.

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې امنیتي چارواکي هڅه کوي چې دا لاره ژر پرانیزي.

XS
SM
MD
LG