د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل او کندز کې ځانمرگو حملې کړي


په کابل او کندز کې ځانمرگو حملې کړي
په کابل او کندز کې ځانمرگو حملې کړي

په کابل ښار کی ځانمرګو د ملی اردو یو موټر په نښه کړ چې ۵ مړي او ۹ ټپیان یی په ځای پریښودل.

په کندز کی ځانمرګو کله چې غوښتل یې ښار ته ننوځي د پولیسو له خوا یې مخنیوی وشو په پایله کې ځانمرګي د ملي اردو د جلب و جذب یوه مرکز ته ننوتل او ځانونه یې والوزول

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا، نن سهار پر ۷ بجو او دیرشو دقیقو د کابل ښار د هودخیلو په سیمه کې د کابل ،جلال اباد پر سړک دوو ځانمرګو برید کونکو د ملی اردو یو موټر والوزولو چې د برید په پایله کې د ملی اردو ۵ تنه منسوبین وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدا رنګه چارواکي پر همدې مهال په کندز ولایت کې د یوې ډله ییزې ځآنمرګې حملې خبر ورکوي او وایي د دې ډلې دوو ځانمرګو برید کونکو هغه مهال ځانونه والوزول چې د امنیتي ځواکونو له خوایی ښار ته د ننوتو مخنیوی وشو .

د پولیسو او پاته ځانمرګو تر منځ جګړه د ورځې تر نیمایي روانه وه د کورنیو چارو وزارت د برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل او کندز کې ځانمرگو حملې کړي
په کابل او کندز کې ځانمرگو حملې کړي

د ایساف مقامات ننني بریدونه د ټول افغانستان د بدو امنیتی حالاتو بیلګه نه ګڼي.

د آیساف ویاند ژورف بلاتزوایي اوس مهال د دوی د پوځي فشار د زیاتوالي له امله د وسله والو مخالفینو بریدونه کم شوي دي.

همدا رنګه د نړیوالو ځواکونو د وینا پر اساس د سولې له بهیر سره د حکومت د وسله والو مخالفینو یو ځای کیدل، په دوی باندې د پوځی فشار زیاتول،د نړیوالو او افغان ځواکونو زیاتوالی او په ځینو سیمو کې ښه حکومتولي هم د مخالفینو د بریدونو د کموالي سبب او په هیواد کې د ټیکاو د رامنخته کیدو ښې نښانې دي.

له بلی خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری په داسی حال کې چې په تیرې اونۍ کې د هیواد په کچه د ۲ ځانمرګو بریدونو خبر ورکوي وایي تروریستي او تخریبي بریدونو ۱۶ په سلو کې زیاتوالی موندلی دی.

په کابل او کندز کې ځانمرگو حملې کړي
په کابل او کندز کې ځانمرگو حملې کړي

د کورنیو چارو وزارت وايي تیره اونۍ د جنایي پیښو کچه ۱۵ په سلو کې را ټیټّه شوې وه.

بشري وايي، له دې سره سره د مخدره توکو پر ضد مبارزه کې امنیتي ځواکونه ۷۳ په سلو کې بریالي ختلي دي. په دې مبارزه کې پولیسو ۲۷۸۲ کیلو ګرامه مخدر توکي د مختلفو ولایاتو په تیره بیا د هلمند له ولایته تر لاسه کړي دي او ۴۲ تنه یې چې د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن وو نیولي دي.

په ټوله کی د امنیتی چارواکو د وینا سره سم د پولیسو د تلفاتو کچه ۳۸ په سلو کې کمی ښیي.

له دې هر څه سره سره په داسې حال کې چې افغان دولت او په هیوا د کې میشت نړیوال ځواکونه د ملکي تلفاتو د کچی د را ټیټولو په لار ک په منډو ټړلو بوخت دي دا شمیره ۷۶ په سلو کی زیاته شوې ده.

د هیواد امنیتی چارواکی دا پړه پر نا امنیو او د سړک د غاړې په ماینونو اچوي او وایي هیله من دي چې په راتلونکي ژمي کې دي دا کچه را ټیټه شي.

د هیواد امنیتي ځواکونو تیره اوونۍ ۸ تنه هغه زندانیان چې د تاجکستان د یوه زندان نه تښتیدلي وود تخار ولایت د درقد په ولسوالۍ کې ونیول.

ویل شوي په دې ډله کې ۳ تنه افغانان او ۵ تنه تاجکان دي.

خو ددې تر څنګ وسله والو مخالفو ډلو د بلخ په ولایت کې د سړک جوړونې د یوې کمپنۍ ۷ تنه بنګله دیشي کارکونکی نامعلوم لور ته تښتولي دي.

په کال کې د افغان پولیسو د لیکونه نږدی ۱۲۰٠۰ تنه روزل کیږي خو ورسره سره اوس مهال یوازې ۲۱۰۰ تنه د هیواد په کچه د محلي پولیسو په لیکو کې راجذب شوي دي.

XS
SM
MD
LG