د لاس رسي وړ اتصالات

د مور د ورځې په مناسبت د افغان-ایران نندارتون


د مور د ورځې په مناسبت د افغان-ایران نندارتون
د مور د ورځې په مناسبت د افغان-ایران نندارتون

د مور د نړیوالې ورځې په ویاړ په کابل کې د افغان او ایراني میرمنو د لاسي صنایعو ګډ نندارتون د ښځو چارو په وزارت کې پرانیستل شو.

ددغه نندارتون د پرانستې پرمهال د افغانستان د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسن بانو غضنفر وویل چې اوس مهال په افغانستان کې افغان میرمنو په ګڼو سیاسي ، کلتوري او اقتصادي برخو کې پرمختګونه کړي دي.

میرمن غضنفر د افغان او ایراني میرمنو ترمنځ د لاسي صنایعو دغه ګډ نندارتون د دوستۍ په نوم یاد کړ او زیاته یې کړه چې افغانستان له ایران سره ګډې کلتوري اړیکې لري چې په دې لړ کې یې د پخوانیو شاعرانو او پوهانو یادونه وکړه.

د ښځو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په روانۍ اوونۍ کې به د مور د نړېوالې ورځې په ویاړ له ایراني میرمنو سره ګډ حقوقي او روغتیايي ورکشاپونه او د شعر شپه هم جوړه کړي.

دا لومړی ځل دی چې افغان میرمنې له ایراني میرمنو سره ګډ د لاسي صنایعو ګډ نندارتون جوړوي.

XS
SM
MD
LG