د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ترانسپورت له پخواني وزیر او د جمهوري ریاست له سلاکار نه تحقیقات شوي


د افغانستان د ترانسپورت له پخواني وزیر او د جمهوري ریاست له سلاکار نه تحقیقات شوي
د افغانستان د ترانسپورت له پخواني وزیر او د جمهوري ریاست له سلاکار نه تحقیقات شوي

د افغانستان د ترانسپورت له پخواني وزیر او د جمهوري ریاست له سلاکار نه تحقیقات شوي.

د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي له یوه سلاکار نه د اداري فساد د یوې قضیې په برخه کې پوښتنې شوي دي.

د افغانستان د لویې څارنوالی دفتر وايي چې نورالله دلاوري، د سه شنبې په ورځ د توقیف یوه مرکز ته په کابل کې بیول شویدی. هلته له هغه او د ترانسپورت له پخواني وزیر عنایت الله قاسمي نه تحقیقات وشول.

عنایت الله قاسمی د دوشنبې په ورځ دغې توقیفخانې ته بیول شوی و. پر هغه باندې تور دی چې په دولتي پیسو کې یې بې قاعدگی کړې ده.

چارواکي وايي چې پر قاسمي باندې به په دې اړه تور ولگېږي چې هغه په ۲۰۰۴م کال کې د څلور الوتکیو د اخیستلو منظوري ورکړله چې د اریانا هوايي شرکت لپاره واخیستل شي. چارواکي وايي چې په دغه معامله کې له حکومت نه نهه ملیونه ډالره زیات اخېستل شویدي.

افغان چارواکي وايي چې له نورالله دلاوری نه هم د اداري فساد، د یوې برخې په هکله تحقیقات کیږي.

د جمهوررئیس دغه سلاکار یو وخت د افغانستان د مرکزي بانک رئیس و او اوس د بانک د مدیره هیئت غړی دی. رپوټ وايي چې دلاوري د پانگې اچونې د ملاتړ د ادارې رئیس هم دی.

لویه څارنوالي د کرزي د حکومت د هغو عالي رتبه چارواکیو په اړه پلټنه کوي چې د رشوت خورﺉ او د قدرت نه د ناوړه ګټې اخیستې تورونه ورباندې لګېدلي دي.

پر جمهور رییس کرزي باندې امریکا او غربي ملکونو فشار اچولی چې په خپل حکومت کې د اداري فساد مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG