د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس وايي کابل کې یې د یو تروریستي برید مخه نیولې


کورنیو چارو وزارت د کابل تیرې شپې د برید شنډلو په اړه دا تصویر رسنیو ته استولې چې په کې مزدا موټر او بوشکي هم لیدل کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي تیره شپه یو ځانمرګي بریدګرچې غوښتل یې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چاودیدونکو توکو ډک خپل مزدا موټرته چاودنه ورکړي، د برید وړاندې نیولی دی.

ښاغلي دانش د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي " د شپې په دولس بجو د چاودیدونکو توکو ډک یو مزدا ډوله موټر د پولیسو له خوا کشف او خنثی شو. ځانمرکی بریدګر چې موټر یې چلوه غوښتل د پیښې له ځایه وتښتي د پولیسو په ډزو کې ټپي شو ".

د کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې پولیسو دغه بریدګر هغه مهال ونیو چې کله ورته د دریدلو امر وشو خو هغه د پولیسو امر ته اعتنا و نه کړه ، پولیسو هم پرې ډزې وکړې او دا بریدګر یې په ټپي حالت کې ونیو.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه ځانمرګي بریدګر د رومیو د کریټونو لاندې په دیرش بوشکو کې چاودیدونکي توکې او دوه لوی بمونه ځای پرځای کړي وو، چې د موټر د نیولو وروسته د پولیسو له خوا خنثی کړی شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د دغه ځانمرګي بریدګر انځورونه هم د خپل ټویټر په پاڼه خپاره کړي چې په کې په یو روغتون کې د هغه درملنه کیږی.

د کورنیو چارو وزارت وايي د دې برید په شنډیدو سره په کابل کې د یوې سترې تروریستي پیښې مخه نیول شوې ده.

د دې پیښې وړاندې د کابل د د رییمې حوزې په مربوطاتو کې د دهبوري په سیمه کې تیر ماښام شاوخوا شپږ بجې د یو چسپکي ماین په چاودنه کې چې د پولیسو پر یو رنجیر موټر چاودیدلی دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي.

تراوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د کابل د دهبوري د چاودنې او ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د کورنیو چارو وزارت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG