د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې دریمه غونډه په پاکستان کې کیږي


د افغانستان د سولې دریمه څلور اړخیزه غونډه د ١٣٩۴ کال د دلوی د میاشتې په ١٧ په اسلام آباد کې کیږي.
د افغانستان د سولې دریمه څلور اړخیزه غونډه د ١٣٩۴ کال د دلوی د میاشتې په ١٧ په اسلام آباد کې کیږي.

د افغانستان د سولې د دویمې څلور اړخیزې غونډې گډون کوونکو نن په کابل ددې لړۍ د منظمو غونډو په جوړیدو ټینگار وکړ او پریکړه یې وکړه چې د دې ډلې دریمه غونډه دې د ١٣٩۴ کال د دلوی د میاشتې په ١٧ په اسلام آباد کې وشي.

ددې غونډې مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال اعزاز احمد چودري، په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر مایکل مکنلي او د افغانستان لپاره د چین ځانگړي استازي دینگ شیجون په غاړه درلوده.

په کابل کې نننۍ غونډې د گډې اعلامیې په بنسټ چې د غونډې په پای کې خپره شوه د لارې د نقشې په اړه خبرې وکړې چې د گډون کوونکو په اند په دې هکله یو لړ پرمختگونه هم رامنځ ته شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې "د لارې د نقشې هدف د ځانگړو اقداماتو په نښه کول دي چې وکړای شي د افغانستان په مالکیت او مشرۍ د افغان حکومت او د طالبانو د ډلې د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره مناسب شرایط رامنځ ته کړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم او د تلپاتې سولې د رامنځ ته کیدو لپاره زمینه برابره شي."

ددې غونډې غړو همداشان ژمنه وکړه چې د ډول ډول ترهگریزو ډلو د له منځه وړلو لپاره پرته له دې چې ددغو ډلو تابعیت او د فعالیتونو بڼه په پام کې ونیسي، په خپلو هیوادونو کې جدي هڅه کوي.

په کابل کې د افغاسنتان د سولې د دویمې څلوراړخیزې غونډې جریان

په افغانستان کې د سولې د لارو چارو د لټولو لپاره د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو دوهمه غونډه نن په ارګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په وینا پرانیستل شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان له اړخه د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو معینان او د امریکا او چین له اړخه افغانستان لپاره د دغو هیوادونو ځانګړي استازي برخه لري.

دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپله وینا کې تیره اونۍ په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې لومړۍ غونډې د کوربتوب له امله مننه وکړه، د نننۍ غونډې جوړیدل یې د اسلام اباد د غونډې د هڅو پایله وګڼله.

ښاغلي رباني وویل " افغان حکومت د سولې د بهیر د حرکت د پایلو په برخه کې د دې ګروپ د غړو د ګډې قوي ارادې په شتون هڅول شوی، په ځانګړي ډول په پاکستان کې د هغو ډلو پر وړاندې چې وسلې پر ځمکه نږدې او سوله ایز ژوند ته ستنیدل نه غواړي، د ټولو ممکنه امکاناتو څخه د کار اخیستلو له انتخاب څخه ".

همداشان صلاح الدین رباني د تروریزم سره د مبارزې او د سولې په برخه کې د پاکستان د مشرتابه د پرله پسې ژمنو مننه وکړه وې ویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده او دا ځکه چې د ښاغلي رباني په وینا د دې هیواد خلک هم د تروریزم له ستونزې کړیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په طالبانو باندې غږ وکړ چې د خبرو میز ته دې حاضر شي.

ښاغلي رباني وویل " زه ددې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د افغانانو او افغان حکومت په استازیتوب د طالبانو پر ډلو غږ کوم چې د خبرو له لارې د سولې په برخه کې زمونږ غوښتنه ومني او د خبرو میز ته دې حاضر شي، ترڅو خپلې ټولې ستونزې د خبرو او سیاسي لارو حل کړود تل پاتې سولې په برخه کې د افغانانو هیله پوره کړو".

صلاح الدین رباني وویل که چیرې د طالبانو ډلې د سولې خبرو ته حاضرې نه شي نو هغوی به لا منزوي شي.

که څه هم ښاغلي رباني سولې ته رسیدل یو اوږد مزل وګڼه خو دا یې هم وویل چې افغانان د سولې د هڅو ژر پایلو ته سترګې په لار دي.

ښاغلي رباني وویل " لکه څنګه چې تل پاتې سولې ته د رسیدلو په برخه کې د صبر او زغم اړتیا درک کوو، باید دا هم په پام کې ونیسو چې افغانان به په هغه بهیر چې پای نه معلومه وي او څرګندې پایلې ونه لري باور و نه کړي ".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سولې د ټینګیدلو په برخه کې د افغانستان د اساسي قانون د ارزښتونو او په تیرو څوارلس کلونو کې د افغانانو x لاس ته راوړونو په خوندیتوب باندې ټینګار وکړ هیله یې وښوده چې هغه ډلې چې لا هم سولې ته چمتو نه دي، څلور اړخیزه غونډه به هغوی سره د مقابلې لپاره لازمې لارې چارې ولټوي.

ښاغلي رباني وویل " د لارې یوه موثره نقشه ممکن په سختو مخکې له مخکې شرطونو باندې دومره تمرکز و نه لري، خو سرې کرښې چې باید ورته ژمن پاتې کیدو لپاره په نښه شي، ترڅو د سولې د بهیر له نتیجه ورکولو او د افغانستان د ټولو خلکو قربانیو ته له درناوي ډاډ ترلاسه شي".

صلاح الدین رباني هیله وښوده چې په کابل کې د نن ورځې څلور اړخیزه غونډه به د افغان حکومت او طالبانو له ډلو سره ژر د مخامخ خبرو لپاره لاره پرانیزي.

ښاغلي رباني وویل "هیله لرم دغه بحثونه د سولې په برخه کې د پایلو په ترلاسه کولو ولاړې د یوې نقشې د ترتیبولو سبب شي، چې د نورو مسلو ترڅنګ ژر ترژره د خبرو د پیل او همدارنګه د ټول هغه داخلي او بهرني خنډونه چې د سولې په لاره کې شته له منځه یوسي ".

XS
SM
MD
LG