د لاس رسي وړ اتصالات

رباني وايي د سولې د خبرو لپاره نرمښت ته اړتیا شته


رباني وايي د سولې د خبرو لپاره نرمښت ته اړتیا شته
رباني وايي د سولې د خبرو لپاره نرمښت ته اړتیا شته

د سولې د عالي شورا مشر وايي له طالبانو سره د مذاکرو په اړه د افغان دولت په مطرح شویو وړاندیزونو کې داسې نده چې ګواکې نرمښت به نه راځي بلکې د مذاکرو په جریان کې به ښايي نوې خبرې را مطرح شي.

د سولې د شورا مشر پروفیسور برهان الدین رباني ددې شورا د دارالانشاء د رئیس سره یو ځای نن خبریالانو ته وویل ممکن له اصولو نه سرغړونه ونه شي ولې په ټوله کې د بري لپاره ځینو نرمښتونو ته اړتیا شته.

هغه وویل که چېرې د اساسي قانون په اړه چې افغان دولت یې له وړاندې طالبانو سره د مذاکرو لپاره شرط ګڼي خبرې کیږي په مذاکرو کې به بحثونه پرې کیږي.

ښاغلي رباني وویل د شورا په لومړۍ ورځ یې د ستراتيژۍ د جوړولو په سر خبرې کړي او کاري لاېحې به لومړی جوړوي.

هغه وویل تر دې وړاندې له ځېنو طالبانو سره دولت اړېکې نېولي او شورا غواړي پر پخوانیو لاسته راوړنو و پوهیږي.

د سولې د شورا مشر زیاته کړه دا اسانه ده چې له طالبانو سره مخامخ په افغانستان کې دننه تماسونه ونېول شي او که اړتیا وه نو بهرنیو هیوادونو کې به هم ورسره کښيني.

د شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزي بیا وویل د پروسې په اړه د احتمالي پېښو لپاره تدابیر نېول شوي او که طالبان غواړي د سولې لپاره ځای او موقعیت وټاکي نو مصئونه به وي.

هغه وویل د ناټو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ داسې چوکاټ جوړ شوی چې د مذاکره کوونکو طالبانو مصؤنه پاتې کېدل خوندي وي.

ستانکزي پدې اړه چې د پاکستان لومړي وزیر ګیلاني له طالبانو سره خبرې د خپل هیواد له ښکېلتیا پرته ناشونې بللي زیاته کړه لومړی به له طالبانو سره خپلې ستونزې په خپله اواري او که بیا اړتیا وه نو ګاونډي به مرستې ته را وبولي.

ښاغلي ستانکزي دا چې د شورا لګښت به له کومه ورکول کیږي وویل د شورا لپاره صندوق جوړ شوی او پکې له وړاندې ځېنو هیوادونو مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG