د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې علماوو د سولې غږ کړی


د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وایي د اسلام په نامه د دې هیواد د دښمنانو وحشیانه کړنې له اسلام سره تړاو نلري
د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وایي د اسلام په نامه د دې هیواد د دښمنانو وحشیانه کړنې له اسلام سره تړاو نلري

دغه دیني عالمان وایي علما باید پرېنږدي چې ددې هیواد دښمنان په بیلابیلو نومونو افغان دولت او د هغه کړنې ناروا او غیر اسلامي وګني بلکه باید هیواد ته د سولې په راوستو کې خپله دینی دنده تر سره کړي. د افغانستان د سولی عالی شورا ددی هیواد د دینی علماوو سره په همغږی وایي په هیواد کې د جنګ جګړو د پای ټکی یوازې سوله ده.

د سولې د شورا مشران

په هغه غونډه کې چې د دیني علماوو شورا او د سولې عالي شورا نن په ګډه جوړه کړې، دواړو شوراګانو ویلي چې باید د سولې د راوستو لپاره همغږي ولري.

د علماوو د شورا رییس مولوی قیام الدین کشاف په داسې حال کې چې د سولې په راوستو کې د علماوو ونډه او دنده ستره ګڼي وایي باید د خپلو دیني شعایرو له حکم سره سم سولې ته غاړه کیږدو.

ښاغلی کشاف د سولې په مخ کې یو خنډ بهرنۍ لاس وهنه ګڼي او وایي بهرنیان هیڅ کله نه غواړي دا هیواد ارامه وي نو د همدی لپاره بیلابیلو سیاسی لوبو ته رنګ وربخښي، تر څو په دی هیواد کی خپل شتون او ګټې اوږد مهالې کړي خو افغانان نور د خپلو بچیانو د ټوټې ټوټې لیدلو وس نه لري.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وایي د اسلام په نامه د دې هیواد د دښمنانو وحشیانه کړنې له اسلام سره تړاو نلري، نو موږ باید دوی ته دا واک ور نکړو چې اسلام د خپلو ناروا اعمالو پرده وګرځوي او تر هغې لاندې اسلامي ضد اعمال تر سره کړي.

ښاغلی رباني وایي ځینې ډلې او کسان د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي خو په همدې حال کې داسې اعمالو ته لاس اچوي چې د بهرنیو ځواکونو شتون ضروري کوي او هغوی ته بهانې په لاس ورکوي.

د دوی په وینا افغانان باید د خپلو علماوو په رهبرﺉ د سولې ږغ ومني او په هیواد کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره افغاني لاره غوره کړي.

د افغانستان د سولی عالی شورا په څو تیرو میاشتو کی څو اسلامی هیوادونو لکه پاکستان، او ترکیې ته او همدارنګه د هیواد ولایاتو ته سفرونه کړي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي هیوادونو عالمان افغانستان ته را وبلي چې د سولې د راوستو لپاره ګامونه ګړندي شي.

XS
SM
MD
LG