د لاس رسي وړ اتصالات

د روشنایي جنبش یو شمیر غړو د خپلو مشرانو پر ضد اعتراض وکړ


د روښنایي جنبش باندې د تیر کال د چاودنې یوه صحنه
د روښنایي جنبش باندې د تیر کال د چاودنې یوه صحنه

د روښنايي جنبش د تېر کال د زمري د دوهمې د خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنیو د چهارشنبې په ورځ ددې جنبش د مشرانو په ضد اعتراض وکړ او هغوی یې په بې پروايۍ، د خلکو د اولادونو په وژنې او د پیسو په حیف میل تورن کړل.

د روښنايي جنبش د تیر کال د لاریون د خونړۍ چاودنې شاوخوا پنځه دېرش کورنۍ د چهارشنبې په سهار په کابل کې د لویې څارنوالۍ په مخ کې را غونډې شوې وې او ددې جنبش په مشرانو، احمد بهزاد، محمدعارف رحماني، داود ناجي او نورو باندې تور لګاوه، چې ددې جنبش د وژل شویو لاریون کوونکو کورنیو ته یې هغه مرستې ندي ورکړي چې په بهرنیو هیوادونو کې ورته غونډې شوې وې.

یوه اعتراض کوونکي چې خپل نوم یې خادم یادوه او خوریی یې تېر کال د روښنايي جنبش په لاریون باندې د چاودنې له امله وژل شوی وه وویل "یو میلیون او څلور سوه زره امریکايي ډالرو چې له دنیا د روشنايي جنبش شهیدانو کورنیو ته را غونډ شول د "جنبش مشرانو" وخوړول، کروزینونه او زرهي موټرې یې پرې واخېستلې".

دغو کورنیو له لویې څارنوالۍ او د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتر وغوښتل چې د روښنايي جنبش په لاریون د چاودنې عاملین پیدا او سزا ورکړل شي.

یو اعتراض کوونکي دا هم وویل چې د رښنايي جنبش مشران له وړاندې د وضعیت له پیچلتیا خبر وو خو په لوی لاس یې لاریون وکړ او د خلکو بچیان یې د مرگ خولې ته ورکړل.

د لیلا په نوم یوې ښځې چې ځان یې د "شهید محمد" مور معرفي کوله وویل چې ددې جنبش مشران اصلا د دوی کورنیو ته پام ندی کړی.

یو بل اعتراض کوونکي وویل چې زوی یې د روښنايي جنبش په لاریون کې ټپي شوی، پیسې یې ورته په سود د درملنې لپاره پیدا کړي خو د جنبش مشرانو ورته توجه نه ده کړې او حتی دوی رټل شوي هم دي.

روښنايي جنبش تېر کال د اسد د میاشتې په دوهمه نیټه یو ستر لاریون وکړ، دوی چې د دهمزنګ په څلور لارې کې تم وو، د یوې چاودنې په مهال ۸۰ تنه یې ووژل شول او ۲۳۱ نور یې ټپیان شول.

ددغې چاودنې مسؤلیت د داعش ډلې اخېستی وو.

XS
SM
MD
LG