د لاس رسي وړ اتصالات

د خصوصي امنیتي شرکتونو مرکزونه له کابل نه وایستل شول


د خصوصي امنیتي شرکتونو مرکزونه له کابل نه وایستل شول
د خصوصي امنیتي شرکتونو مرکزونه له کابل نه وایستل شول

د افغانستان حکومت وایی چی دوی په هیواد کی فعالی ټولی امنیتی کمپنی تړلي او دی نه علاوه ٥٧ شرکتونه یی لغوه کړیدی

د افغانستان د کورنیو چارو یو مقام جنرال عبدالمنان فراهې ویلي اکثریت دا افغاني شرکتونه دي چی ځینی یې ثبت شوي نه دي او غیر قانوني کار کوي د ملکي قانون نه په سرغړونه متهم دي.

هغه وایي چې د دریو زرو نه زیات کارکونکي هم بې وسلې او فارغه کړل شویدي.

جنرال فراهی وایی چی هغه شرکتونو چی د خیریه موسیسو او نورو پرمختیایی پروژو او دیپلوماتکو دفترونو ساتنه کو ی هغه به هم داسی کار کوی خو د خپل ځایی په حدودو کی دننه. هغه دا هم ویلی چی د باقی پاتی شرکتونو مرکزونه د کابل د حدود نه بهر ایستل شوي.

د افغانستان د حکومت د پلان په اساس هر څوک چی محافظینو ته ضرورت لری هغوی به د افغانستان د ملکی دفاغ د قوی نه استفاده کوي.

د افغانستان دکورنیو چارو مقام جنرال فراهی د دی میاشتی په سر کی ویلی وو چی هغه ٥٢ قانونی شرکتونه چی ٢٦ زرو نه زیات کسان پکی کار کوی چی دی ٢۴٠٠ خارجیان هم دی دوی به د کار اجازه ولري.

په عین حال کی د ناټو مامورین وایی چی د دوی یو عسکر د هیواد په جنوب کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی وژل شویدی. دوی ویلی چی پیښه د سه شنبی په ورځ شوی خو نور تفصیلات یی نه دی ورکړي.

XS
SM
MD
LG