د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي چې د علاوالدین په څلور لارې کې د روسیې سفارت سره نږدې د هلمند د پخواني والي په کور د ځانمرګو وسله والو ډله اییز برید نن سهار شپږ نیمې بجې د څلورو ځانمرګو تر وژل کیدو وروسته پای ته ورسید.
د کابل د پولیسو ویاند عبدالله کریمي امریکا غږ ته وویل چې وسله والو سره په دغه نښته کې د افغان امنیتي ادارو اوه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
ښاغلي کریمي وویل چې په دغه نښته کې خلکو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.
خو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي چې دوه ملکي کسان چې د برید په وخت د پیښې له ځایه تیریدل هم ټپیان شوي دي.
تیره شپه اته بجې څلور ځانمرګو وسله والو د هلمند د پخواني والي محمد نعیم بلوچ په کور برید وکړچې د وسله والو او امنیتي ادارو د کارکوونکو ترمنځ جګړې نږدې لس ساعته وخت واخیست.
دا جګړه نن سهار شپږ بجې د څلور ځانمرګو په وژلو سره پای ته ورسیدله.
طالبانو ددغه برید مسولیت اخیستی دی او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې یې د افغانستان د استخباراتو یو دفتر په نښه کړی دی.