د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په خونړۍ پېښه کې بهرنیان وژل شوي


د کابل په خونړۍ پېښه کې بهرنیان وژل شوي
د کابل په خونړۍ پېښه کې بهرنیان وژل شوي

نن د کابل ښار په وزیر اکبر خان مینه کې یوه سخته چاودنه وشوه .په دغې چاودنې کې نږدې ۸ تنه وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي .دا چاودنه د روان میلادي کال دوهمه امنیتی پيښه ده چې کېږي.

چاودنه د غرمې وروسته دوه نیمو بجو ته نږدې وشوه .دا چاودنه د کابل ښار د وزیر اکبر خان مینې په سیمه کې د یوه سوپر مارکیت دننه پیښه شوه او پکې ۸ تنه ووژل شول او تر دی دمه ۶ تنه ټپيان دي .

د چاودنې په لومړیو دقیقو کې د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب ددې پيښې مسولیت ومانه او وې ویل دا د دوي له خوا یو ځانمرګی برید وو او له امله یې ۲۰ تنه وژل شوي دي . خو په همدې حال کې د طالبانو ویاند ځینو خبریالانو ته د یو تیلیفوني پيغام په ترڅ کې دا پیښه یوه چاودنه وبلله چه د هغه په ترڅ کې د دوی په وینا د بلک واتر د کمپنۍ د مشر په ګډون زیات شمیر کسان وژل شوی دی .

د کابل ښار امنیه قوماندان ښاغلي ایوب سالنګی وایي د پیښی عاملین ندي نیول شوی او دا هم لا جوته نه ده چې دا یو ځآنمرګی برید وو که یوه چاودنه

پيښه د فاینست په نامه په یوه سوپر مارکیت کې چې د کابل ښار د وزیر اکبر خان په دیپلوماتیک میشتې سیمې کې یې موقعیت درلود شوې. په وژل شویو کسانو کې ۳ بهرنۍ میرمنې یو ماشوم او ۴ بهرني نارینه شامل دي .

دا لومړی ځل دی چې په یوه سوپر مارکیت کې دا ډول پیښه کیږي .

د سوپر مارکیت یوه پلورونکی چې په نا ارامه روانی حالت کی و وی ویل لومړی یو کس د دوي مغازې ته ورددنه شو په لاس لرلی وسلې باندي یی ددوی پر څو تنو همکارانو دزی وکړې او بیایی ځان وواږه. خو له دی سره سره چې امنیتی چارواکو لا تر دی دمه دا خبره نه ده تایید کړې د پیښی په ځای کې هم د ځانمرګی برید کونکی څه پاته شوي نښې نښانی نه ښکاري .

په وروستیو میاشتو کی د کابل ښار د ځانمرګو بریدونو او چاودنو له نظره لږ څّه ارامه وو خو په دی چوپتیا کې داسي پیښه یوه بده پیښه ګنل شوی ده .دا دروان میلادي کال د پيل راهیسې دویمه پیښه ده چې کېږي.

XS
SM
MD
LG