د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې پرله‌پسې دوو چاودنو ۲۶ تنه ووژل


برید د کابل ښار په شپږمه حوزه کې شوی دی. تصویر: ټولنیزو رسنیو څخه اخیستل شوی

افغان امنیتي چارواکي وايي د کابل په ښار کې دوو غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه ۹۱ تنه ژوبل شوي هم دي.

لومړنی چاودنه د غیږ نیونې په کلپ کې دننه وشوه او دویمه چاودنه بیا لږه شېبه وروسته شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند وحیدالله مجروح وايي، چې په دغو چاودنو کې ۲۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۱ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې په وژل شویو کې دوه خبریالان هم شامل دي. خبریالانو له طلوع تلویزون سره کار کاوه.

ښاغلي دانش زیاته کړه، چې ځانمرګي د کلپ په منځ کې ځان الوځولی دی او دویمه پېښه په موټر کې د یو ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې ده.

د کابل د پولیسو قومندان جنرال داود امین وايي چې په زخمیانو کې دوه پولیس هم شامل دي. تراوسه کومې ډلې ددغو چاودنو د مسولیت منلو ادعا نه ده کړې.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي برید د شپږمې حوزې په (قلعه ناظر) کې شوی دی. طالبانو ویلي دي چې برید دوی نه دی کړی.

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وايي چې پولیسو سیمه د خلکو پر مخ تړلې ده او امبولانسونه زخمیان او مړي روغتونونو ته انتقالوي.

ویل کیږي چې برید د (میوند) په نامه یو کلپ کې دننه شوی دی. لا د برید انګیزه او پوره څرنګوالی معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG