د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د ځانمرګي برید مسولیت واخیست


په برید کې شاوخوا لس تنه ژوبل شوي دي
په برید کې شاوخوا لس تنه ژوبل شوي دي

د اسلامي دولت ډله، داعش، ادعا کوي چې د کابل نننی ځانمرګی برید د طلحه الرخراساني په نوم د دوی یو جګړه مار کړی دی.

دغه برید په ځاي وخت د چهارشنبې په سهار د کابل د دوییمې حوزې اړوند د پل محمودخان په سیمه کې وشو. په برید کې څلور تنه ووژل شول او شاوخوا لس نور ژوبل دي.

بریدګر چې په موټر سایکل سپور و هغه ګادي په نښه کړی چې امنیتي ځواکونه په کې سپاره وو.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش هم امریکا غږ اشنا ته وویل چې ددغه برید په اړه به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

پل محمود خان د کابل ښار د ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده چې د دفاع وزارت په ګډون د څو دولتي ادارو دفترونه ددغې سیمې شاوخواته پراته دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي یو شمېر زخمیان او مړي روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې داعش په افغانستان کې د یو برید مسولیت مني، د عاشورا پر ویر کوونکو یې هم د برید مسولیت واخیست او تر هغه مخکې د جنبش روشنايي په نامه د یوې ډلې د مظاهرې په منځ کې بریدونه وکړل، چې ګڼ کسان یې ووژل.

دا برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې په کابل کې د امریکا سفارت خپل عامه خدمتونه وځندول او وویل چې د کابل په ښار او ځينو نورو سیمو کې یې د ځینو ممکنه بریدونو راپورونه ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG