د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځانمرګي برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي


دا برید د کابل ښار د صنعتي پارک په پنځم سړک کې شوی دی.
دا برید د کابل ښار د صنعتي پارک په پنځم سړک کې شوی دی.

افغان امنیتي چارواکي وایي، نن د شنبې په ورځ د سهار په لس باندې نهو بجو د کابل ښارد نهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل د صنعتي پارک په سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي اوڅلور نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د دې پیښې په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ځانمرګي بریدګر د د کابل د صنعتي پارک په پنځم سړک کې د یو بهرني شرکت سره نږدې خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي هم دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د برید له ځایه روغتون ته د درې ملکي وګړو جسدونه او څلور ټپیان لیږدول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د برید ځای سره نږدې د یو بهرني شرکت دفتر هم موقعیت لري، خو دا څرګنده نه ده چې د بریدګر هدف دا شرکت وو او که کوم بل ځای.

طالبانو د کابل د شنبې د ورځې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG