د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګو په کابل کې د پولیسو کاروان په نښه کړی


دغه برید له غرمې وړاندې د کمپنۍ په سیمه کې وشو چې له امله یې ملکي وګرو ته هم د سر زیان اوښتی دی.
دغه برید له غرمې وړاندې د کمپنۍ په سیمه کې وشو چې له امله یې ملکي وګرو ته هم د سر زیان اوښتی دی.

چارواکي وایي، د کابل د کمپنۍ په سیمه کې په دغو ځانمرګو بریدونو کې چې د میدان وردگ ولایت د پولیسو د اکاډمۍ د محصلینو د موټرو په کاروان نن د پنجشنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې وشول تر دیرشو زیات کسان وژل شوي دي.

د کابل ولایت د پغمان ولسوال محمد موسی رحمتي، د پیښې په ځای کې امریکا غږ ته وویل، چې په وژل شویو کې څلور ملکي وګړي چې یوه یې سوالګره ښځه او یو ماشوم شامل دي او درې نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

ولسوال رحمتي وویل "زه پخپله د پیښې په ځای کې وم، تقریبآ د ۳۰ زیات شهیدان شوي خو د ټپیانو شمیر څرګند نه دی، ټول یې روغتونونو ته ولیږدول په هغه وخت کې حسابیدلی هم نه شي، په شهیدانو کې یوه ښځه چې سوال یې کوه او یو ماشوم هم شامل دي ".

د پغمان ولسوال وویل، چې برید د میدان وردگ ولایت د پولیسو د اکاډمۍ د محصلینو د موټرو په کاروان شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه برید کې ۳۰ د پولیسو سرتیري وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

نن له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د کابل ښار د کمپنۍ د قلعه حیدرخان په سیمه کې ځانمرګو بریدګرو د افغان پولیسو د محصلینو د موټرو کاروان په نښه کړ.

د کابل د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي، د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې دا برید د موټر بم په مټ ترسره شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت صدیق صدیقي د خپل ټویټر په پاڼه ویلي چې د پولیسو د موټرو پر کاروان د برید په هکله به جزئیات ژر له خلکو سره شریک کړي.

د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل، چې دې د دغه برید لږ وروسته پولیسو په دوه رنجر موټرو کې د برید له ځایه ټپیان روغتون ته لیږدول لیدلي دي.

تر اوسه په دغه برید کې د پیښ شویو ځاني تلفاتو په باب افغان امنیتي ادارو خبریالانو ته څه نه دي ویلي.

د پیښې په ځای کې د امریکا غږ خبریالان وایي چې د پیښې سیمه پولیسو کلابند کړې ده.

زمونږ خبریالان وایي چې ددغه برید نږدې درې ساعته وروسته لا هم د پولیسو هغه درې بسونه په سیمه کې ولاړ دي چې د دغه برید ښکار شوي دي.

د رپوټونو له مخې ځانمرګو بریدکوونکو د پولیسو د هغو محصلینو موټر په نښه کړي چې د میدان وردک په ولایت کې د پولیسو د روزنې له مرکز څخه د کوچني اختر د رخصتیو لپاره کابل ته راروان وو.

طالبانو ددغه برید مسولیت اخیستی

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې په دغه برید کې د دغې ډلې دوو ځانمرګو بریدګرو چې یو یې د هرات او بل یې د هلمند اوسیدونکی وو برخه اخیستې وه.

د مجاهد د ادعا له مخې په دې برید کې په لسګونو د پولیسو د اکاډمۍ استادان او افسران وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG