د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ۱۴ کلنو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې


کابل کې د ۱۴ کلنو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
کابل کې د ۱۴ کلنو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د فوټبال د فدراسیون د رسنیو مسول احمد شاه سایر وايي چې په دغو سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی چې تر یوې اونۍ پورې به سره سیالۍ ترسره کړي.

د سایر د مالوماتو له مخې دفوټبال روانې سیالۍ په دوو ګروپونو ویشل شوي چې هره ورځ به درې لوبې ترسره کیږي.

دفوټبال د فدراسیون چارواکي وايي چې دتیرو وختونو پرتله اوس د دغو ځوانانو ترمنځ د فوټبال کچه لوړه شوې ده او راتلونکې لپاره به ښه لوبغاړي پیدا کاندي.

خو بل پلو بیا لوبغاړي وايي چې د لوبو د ډګرونو له کمښت سره مخ دي.

دوی له اړونده چارواکو څخه غواړي چې باید په ټول افغانستان کې د لوبو ډګرونه جوړ کړای شي چې وکولای شي فوټبال په ښه توګه پرمخ یوسي.

XS
SM
MD
LG