د لاس رسي وړ اتصالات

کابل پوهنتون د هولټ پرایز سیالیو لومړي پړاو کې شلم ځای خپل کړی


ټاکل شوې د هولټ پرایز د محصلینو ترمنځ نړیوالو سیالیو دوهم پړاو بله میلادي میاشت د اردن په پایتخت کې ترسره شي.
ټاکل شوې د هولټ پرایز د محصلینو ترمنځ نړیوالو سیالیو دوهم پړاو بله میلادي میاشت د اردن په پایتخت کې ترسره شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل پوهنتون محصلینو د هولټ پرایز د نړیوالو سیالیو په لومړي پړاو کې، د ۱۵۰۰ پوهنتونونو د محصیلینو ترمنځ، چې دا سیالۍ په کې ترسره شوي شلم ځای خپل کړی دی.

د لوړو زده کړو د وزارت د یکشنبې په ورځ ( کب ۱۲ مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، ټاکل شوې، چې د کابل پوهنتون محصلینو هغه درې ټیمونه، چې په دغو سیالیو کې یې لومړی، دوهم او درییم مقام ترلاسه کړی لومړی ټیم به یې د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې د سیالیو په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره د اردن پایتخت عمان ته لاړ شي.

دا اعلامیه وايي "دغو ټیمونو په تیرو شپږ میاشتو کې د کابل پوهنتون او د دولتي او شخصي ادارو د استادانو تر څارنې لاندې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په نهمه د لوړو زده کړو د وزیر داکټر نجیب الله خواجه عمري، د کابل پوهنتون رئیس، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین، د کابل پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو په مخ کې د غوره ټیمونو په توګه لومړی، دوهم او درییم مقام ترلاسه کړ، د انجینري ټیم ( لومړی ټیم) به بله میاشت اپریل کې د نړۍ د نورو ټیمونو سره د سیالۍ لپاره د اردن پایتخت عمان ته لاړ شي".

د "هولټ پرایز" ټولنه هرکال د نړۍمهمې مسلې په نړیواله کچه د پوهنتونونو د محصلینو ترمنځ د سیالۍ لپاره مطرح کوي او د محصلینو د خلاقو نظریو په رڼا کې دغو مسلو ته د حل مناسبې لارې لټوي.

د هولټ پرایز ټولنې د ۲۰۱۹ کال لپاره د سیالۍ موضوع چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس بیل کلینټن له خوا د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر په ۱۵ مه اعلان شوه، په یوه لسیزه کې لس زره ځوانانو ته د کارموندنې مسله مطرح کړې وه.

په کابل پوهنتون کې د هولټ پرایز د ټولنې استازی ګلاب الدین تاتار، چې د کابل پوهنتون د انجینرۍ د پوهنځي محصل هم دی وايي، چې د هولټ پرایز ټولنه د ملګرو ملتونو او د بیل کلینټن د بنسټ په ملاتړ هرکال په نړیواله کچه د ځوانانو ترمنځ د سترې سیالۍ په ترڅ کې ډیرو غټو ټولنیزو ګواښونو او ننګونو ته د حل لارې لټوي.

هغه وویل، چې کابل پوهنتون په لومړي ځل د هولټ پرایز په سیالیو کې شامل شوی، چې په ترڅ کې به یې د دغه پوهنتون ځوانان د نړۍ د نورو ځوانانو سره د مطرحو مسلو په سر خپلې نظرې شریکي کړي.

ښاغلي تاتار وویل، چې د کارموندنې پر مسله د ټیمونو د جوړولو لپاره شپږ میاشتې وړاندې د ۲۲ پوهنځیو څخه د محصلینو ۲۵ ټیمونه جوړ شو، چې بیا له دغو ټیمونو درې ټیمونه د سیالیو له لارې غوره شو.

د هولټ پرایز سیالۍ په څلور پړاونو کې ترسره کیږي، چې لومړی پړاو یې په پوهنتونونو کې دننه ترسره کیږي او نور پړاونه یې د بهرنیو هیوادونو په پایتختونو کې د محصلینو ترمنځ ترسره کیږي.

ټاکل شوې، چې د دغو سیالیو درییم پړاو به د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د جولای په میاشت کې په لندن کې او وروستی پړاو به یې د همدې کال د دسمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګروملتونو په مرکز کې جوړ شي.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان یو پوهنتون په دې سیالیو کې شامل شوی، خو دغو سیالیو ته په ورته سیالیو کې د افغانستان څو پوهنتونونو محصلینو د امریکايي پوهنتونونو او نورو هیوادونو د محصلینو سره د امریکا په متحده ایالاتو کې د نړېوالو حقوقو په برخه کې د محصلینو د معلوماتو د کچې د لوړولو لپاره د تمثیلي محکمې په پروګرام کې څو ځلې برخه اخیستي ده.

XS
SM
MD
LG