د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پر کیلاشیانو د مسلمانانو زورزیاتی ډیر شوی


د کیلاش د قبیلې مشران د دوی په هکله هغه لیکنې ردوي چې وایي دا قبیله په ١٢ خدایانو او رب النوعو باندې باور لري
د کیلاش د قبیلې مشران د دوی په هکله هغه لیکنې ردوي چې وایي دا قبیله په ١٢ خدایانو او رب النوعو باندې باور لري

د کلونو اقتصادي فشارونو او اسلام ته په زوره اړولو د پاکستان د یو کوچني اقلیت شتون له سختو ګواښونو سره مخامخ کړی دي.

د کیلاش قبیله یو وخت لویه ټولنه وه او د چترال په غرنۍ سیمه او ورسره د افغانستان په سرحدي سیمو کې اوسیده، خو اوس ددې ټولنې یوازی څلور زره کسان پاته دي.

د دغې قبیلې وگړي د کیلاشا په ژبه گړیږي او اوس د هندوکش د غرونو په دریو کوچنیو لوړو پرتو درو رومبور، برمبرت او بریر کې اوسیږي.

منتقدین وایي پاکستاني حکومتونو د کیلاش د قبیلې د له منځه تللو د مخنیوي او د هغوی د اقتصادي ودې لپاره ډیر کم کار کړی دی.

د پاکستان حکومت د کیلاش د قبیلې په سخت او غمجن حالت اعتراف کوي او دا هم تائیدوي چې ددې حالت د مخنیوي لپاره هیڅ څه نه دي شوي.

د پاکستان د لرغونو کلتورونو د ساتنې د ملي انستیتوت مشره فوزیه سعید خبرداری ورکوي چې "زیات شمیر خلک د پراخ ټولنیز فشار له کبله له خپل کلتور او مذهب نه لاس اخلي او په زور له دین څخه اړول هم شته."

فعالین او څیړونکي وایي د کیلاش سیمه مسلمانانو راحصاره کړې ځکه چې د کلونو راهیسې د فقر او نادارۍ له وجې دې قبیلې پر زیاتو سیمو باندې کنترول له لاسه ورکړی دی.

پر وحدانیت ایمان

د کیلاش قبیله په یو خدای ایمان لري، خو په آسماني کتابونو او پیغمبرانو یې نه لري چې له دې امله د مسلمانانو له خوا کافران بلل کیږي او په همدې خاطر ددې قبیلې د خلکو د مسلمانولو هڅې کیږي.

د کیلاش د قبیلې مشران د دوی په هکله هغه لیکنې ردوي چې وایي دا قبیله په ١٢ خدایانو او رب النوعو باندې باور لري.

دوي دغه راز وایي ددې قبیلې په گاونډ کې میشت بډایه مسلمانان پر هغوی باندې ټولنیز فشار ته دوام ورکوي او هغوی ته د ښه کارونو د ورکړې او د کیلاش نجونو ته د ښه ودونو په وړاندوینې سره ددې قبیلې ځوانان اسلام ته رابولي.

د کیلاش قبیله د هغو کسانو سره چې اسلام ته اوړي اړیکې پرې کوي او بیرته هغوی په خپله ټولنه کې نه مني. په داسې حال کې چې د پاکستان په نورو برخو کې د اسلام نه گرځیدنه کیدای شي د یو شخص په مرگ تمامه شي.

همداشان فعالین شکایت لري چې په دې وروستیو کلونو کې له دین نه اړونه زیاته شوی ځکه چې د اقلیتونو لپاره د ښونځیو په حکومتي نصاب کې شاگردان اړ ایستل کیږي چې اسلامي زده کړې وکړي.

د کیلاش قبیلې منشا

د کیلاش د قبیلې او یا د کیلاشیا د سرچینې او تاریخ معما لا هم نه ده حل شوی. یو شمیر تاریخ پوهان وایي دوی ددې سیمې بومي اوسیدونکي دي، نور بیا د هغوی نازک پوستکي، روښانه سترگو او خرمایي ویښتو ته په اشارې وایي چې ښایي دا قبیله د مقدوني سکندر د لښکرو پاتې شونې وي چې دغه سیمه یې د میلاد دمخه په څلورمه پیړۍ کې نیولی وه.

په پاکۍ او ناپاکۍ باندې باور د کیلاش په قبیله کې ژوره ریښه لري. ښځې د میاشتنې عادت او د زیږونو پر وخت "ناپاکې" گڼل کیږي او اجازه نه لري چې څوک ورنژدې او تماس ورسره وساتي. هغوی منزوي کیږي او مجبورې دي چې د بشالي په نامه په منزوي ځایونو کې چې نارینه او د کورنیو غړي ورته تگ راتگ نه کوي واوسیږي او ډوډۍ او خواړه ورته په دروازو کې ایښول کیږي.

ایالتي مقامات وایي دوی په پام کې لري چې د کیلاش د سیمې د پرمختیا لپاره د مرستندویانو یو کنفرانس جوړ کړي. ایالتي حکومت وایي زیاتو پیسو ته اړتیا ده او دوی نه شي کولای چې خپله محدوده بودجه دې کار ته وقف کړي.

XS
SM
MD
LG