د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو د کلاشینکوف د مخترع میخایل کلاشنیکوف مجسمه جوړه کړې او د سه شنبې په ورځ یې په یو لوړ څلي کې نندارې ته کېښوده.

میخایل کلاشنیکوف چې د شلمې پیړۍ د ډېرې مشهورې تهاجمي وسلې د جوړولو په خاطر مشهور شوی و په ٢٠١٣ کې د ٩۴ کالو په عمر مړ شو.

د روسیې د فرهنگ وزیر ولادیمیر مدینسکي د کلاشنیکوف له مجسمې نه د پردې د پورته کولو پر وخت د هغه اختراع د "روسیې د فرهنگ نښان" وبلله.

د هغه دغه مجسمه داسې جوړه شوې چې د کلاشنیکوف یو ټوپک یې په لاس کې دی.

کلاشنیکوف د سایبریا په یوه کلیواله کورنۍ کې زیږیدلی و.

هغه په ١٩۴١ کې د جرمني نازي لښکرو سره په جگړه کې ټپي شو او هماغه وو چې د یو نوي ټوپک د جوړولو په فکر کې شو.

هغه په ١٩۴٧ کال کې د کلاشنیکوف د جوړولو پروسه بشپړه کړه.

کلاشینکوف په افغانستان کې هم ډېر مشهوردی او په اتیایمې لسیزې کې د افغان مجاهدینو او روسانو ترمنځ جنګ کې ډېر وکارول شو او د افغان مجاهدینو مهمه وسله بلل کېده.

XS
SM
MD
LG