د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د والي په دفتر باندې د طالبانو برید


دوه تنو طآلبانو چه وړې وسلې یې په خپلو بوټانو کې پټې کړې وې، د کندهار د والی ودانی ته ننوتل او په ډزو یی پیل وکړ ، دوه امنیتی ساتونکی یی وژلي او خپله هم وژل شویدي.

د قندهار والی توریالي ویسا وویل ، دغه دوه سړي د خپلو وسلو سره د تالاشۍ پوستو نه تیر شوی دي او وسلې یی نه دی لیدل شوي.

د تالاشۍ په اخیري پوسته کی یوه محافظ د والی په دفتر کی یوه محافظ ورباندی شک وکړاو هغوی یی ودرول. په دغه وخت کی دغو حمله کوونکو وسلې وایستی په محآفظانو یی ډزی وکړې ، او د هغوی وسلی یی واخستی. د ښاغلی ویسا نطاق پروېز نجیب وویل د حمله کوونکو سره ډزې کوم دیرش دقیقی روانې وې. یو بل محآفظ په ډزو کی زخمی شوی دی. د طالبانو نطاق قاري یوسف احمدي وویل چه دا حمله دوی کړیده.

نجیب وویل اصلا دغه دوه حمله کوونکو ځان مرګی واسکټونه اغوستي و. ده وویل هغه په دفتر کې د خلکو سره غونډه درلوده چه د انتظار په کوټه کی ډزی شوې. ښاغلي ویسا وویل، چاودنه هم وشوه. خو هغه پوه نه شو چه د لاسي بمونو او یا بل شی غږ و.

ده وویل، میلمانه یی په بلې دروازې وتښتیدل او د مطبوعاتو دفتر ننوتل او ترڅو چه حمله ختمیده ، هملته وو.

ښاغلي ویسا وویل، حمله کوونکي راغلي وو چه د هغه سره دخپلو خپلوانود بندیانو په باره کی وغږیږی.

یاغیان احمق نه دي . دوی ډیرې وړی وسلي په بوټانو کې پټی کړې وې،او د تالاشۍ د پوستو نه تیر شوی وو، څوک ورباندی نه وو پوه شوي.

ښاغلی ویسا وویل، پولیسو همدغه راز د ولایت د ودانی نه بهر دوه موټر چه په چاودونکو موادو ډک وو، کشف کړیدی، او داسې ښکارې چه هغه وخت به یی منفجر کول چه په سړک خلک ډیر واې.

ویسا وویل، پولیسو دا بمونه شنډ کړل.

دا ننۍ حمله د یاغیانو نور قوت اوتوان ښیی چه کولی شی د ملک په ډیرو پر امنو سیمو کی حمله وکړي. ددی میاشتې په سر کې جګړه مارانو په کابل کی په دیپلوماتیک مرکز کی او دری نورو ښارونو کی په منسجمې حملې چه کوم ٣٦ یاغیان او یوولس نور کسان په کی ووژل شول .

XS
SM
MD
LG