د لاس رسي وړ اتصالات

رازق: د کندهار برید د پولي ها خوا پلان شوی و


د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چي پدې ولایت کې د تیرې شپې برید له ډیورنډ پولې پوري خوا پلان شوی وو او اساسي هدف يې دا وو چي د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک تړون پر سر د مشورتي لويې جرګې پرمهال د افغانانو ترمنځ اندېښنې رامنځ ته کړي.

د کندهار د تیرماښام په ځان وژونکي حملې کي ټول ۴ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي چي ټول ملکي کسان دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وويل چي پېښه ځان وژونکې حمله وه. نوموړي زیاته کړه چې ځانمرګي برید کونکي د هغو ميلمنو په منځ کې په ځان پوري تړلو چاود یدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چي په یادشوي رسټورانټ کې د ډوډۍ خوړولو لپاره ټول شوي وو .

دغه رسټورانټ د احمد شاهي لوبغالي تر څنګ پروت دی او اکثره میلمانه يې هم میله وال ځوانان وو . ،، د تیرې شپې د پېښې هغه چرۍ چي زموږ لاس ته راغلي دا ښيي چې برید ځانمرګی و . داسي معلومیږي چې هلته د امنیتي ادارو تلاشۍ زیاتي وي او ځانمرګي برید کونکي هدف ته د رسیدو څخه وړاندي په رسټورانټ کې دننه ځان ته چاودنه ورکړې ده،، .

رازق: که د پولي دې خوا چاودنه وشي، د پولي آه خوا به هم چاودنه کېږي

نوموړی وايي چي افغانان د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي جګړې قرباني دي خو خبر داری يې ورکړ چي افغانان تر بل هروخت اوس له ځان څخه د دفاع وړتیا لري.

د کندهار امنیه قومندان چي په عیني وخت کې د جنوبي ولایاتو د اپراتیفي امنیت مشري په غاړه لري په نننی خبري ناسته کې یې وويل چې هر عمل عکسلعمل لري . ،،۱۶ کسه نیول شوي دي دوی غو ښتل چي اصلحه او مهمات له ګردي جنګل څخه کندهار ته را انتقال کړي . دغه راز سرحدي پوليسو په یوه ټراکتور کې درې نیم زره ماینونه چې له ګلستان څخه د ډیورنډ پولي دې خواته راوړل کیده له مینځه وړي دي . دا د استخباراتو جنګ دی زموږ سره ، زه بیاهم وایم چي که دوی دلته کوم عمل کوي هغه به په کوټه کې هم تر سره کیږي . په هر ځای کې به تر سره کیږي . هغه څوک چي دا کار کوي زه دا ورته وایم چي له دې څخه دي لاس واخلي افغانان اوس په جګ لاس له ځان څخه دفاع کولای شي. ،،

د کندهار ښار اوسیدونکي ماښامنۍ پېښي ډیر خوابدي کړي او په عامه ځایونو کې دغه ډول کړنو سخته غندنه کوي .

که څه هم ددغي پېښي مسئولیت چا ندی منلی ، خو د چارشنبې د ورځې په پیل کې د هغه ځانمرګي برید کونکي مسئولیت وسله والو طالبانو ومانه چي یوه دولتي میلمستون ته د داخلیدو پرمهال پوليسو تر پيژندنې وروسته په ډزو باندي وواژه .
XS
SM
MD
LG