د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند او کندهار آرامول درې څلور میاشتې نیسي


د افغانستان په جنوب کې د بریتانویي ځواکونو جگپوړی قوماندان وایي په هلمند او کندهار کې پوځي هڅې د جدي پاملرنی لاندې دي او کیدی شي زیات وخت او دقت ته اړتیا وي.

جنرال کارټر همدارنګه ویلي دي پلان لري چې په کندهار ولایت کې به د جمهور رییس حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي رول هم کم کاندي.

جنرال کارټر چې د آیساف د جنوب د سیمه ایزې قوماندانۍ قوماندان دی، پرون یې د کندهار د هوایي ډګر نه خبرې کولې.

هغه وویل، د هلمند د ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې یې د شاو خوا درې میاشتو هڅې روانې دي. هغه وایي چې دا به درې یا څلور میاشتې وخت ونیسي چې په سیمې کې امنیت ټینګ شي او په نوي حکومت کې ځایي خلکو ته ونډه ورکړل شي.

" مونږ پرمختګ کړیدی خو د بغاوت پر ضد هڅې تل زیات وخت نیسي او زیاته حوصله غواړي چې دا کار یو څه خپه کوونکی هم دی او مونږ په اوس وخت کې د دې حالت شاهدان یو. مګر د دې ټولو سربیره بیا هم مونږ په سمه خوا روان یو. خو زمونږ د بریالیتوب اندازه هغه وخت پوره لګیدلی شي چې مونږ د کندهار د ولایت د والي توریالي ویسا په مشرۍ څومره کولی شو چې یو بااعتباره ، شفاف او داسې محلي حکومت جوړ کړو چې د ټولو خلکو استازي پکې وي او د ولس سره هم تړلی وي. "

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل تیره اونۍ جنرال کارټر ته ویلي وو چې د افغانستان نه بیرون زیات شمیر خلک وایي چې مارجه داسې یو ناسور دی چې وینې ترینه دارې وهي.

خو جنرال کارټر بیا دا خبره نه مني او وایي چې هغه دې خبرې ته په بل نظر ګوري. جنرال کارټر وایي چې د مارجې په ولسوالۍ کې زیات پرمختګ شویدی خو اندازه لګول یې څو ګران کار دی. هغه وایي چې خلک اوس په زیاته پیمانه په آزاده ګرځیدی راګرځیدی شي، اقتصادي کارونه هم پیل شویدي او بله دا چې د قومي مشرانو او محلي چارواکو تر منځ هره ورځ سیاسي غونډې کیږي.

جنرال کارټر وایي د جنوب سیمه ایزه قوماندانۍ همدارنګه د افغانستان د امنیتي قواوو په روزنې کې هم مرسته کوي او د دې کار لپاره د ایتلافي قواوو ګډ ټیمونه د هغوي سره په ګډه تمرینونه کوي.

د جنرال کارټر لپاره یوه بله ستونزه چې د هغه په مخکې پرته ده د کندهار د ستر ښار د کنترول بیرته نیول دي. دلته هم باید جنرال کارټر او افغان چارواکي هغه شان کارونه وکړي لکه څنګه یې چې د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې همدا اوس کوي.

په کندهار کې شاوخوا یو میلون خلک ژوند کوي، بې امنیتي هلته خورا زیاته ده او تقریباً حکومت یې هم چندانې فعاله ندی او بله دا چې خلک په حکومتي چارواکو باندې اعتبار او باور نلري او همدارنګه طالبان هم دلته زیات حضور لري.

جنرال کارټر د کندهار په برخه کې داسې وویل:

" د کندهار په ولایت کې به مونږ خپلې هڅې د هغو امریکایي قواوو او تجهیزاتو پر مټ سره پیل کړو چې ډیر ژر به د کندهار شاوخوا سیمو ته راورسیږي. د هغوي په مرسته به مونږ پدې وتوانیږو چې زیات شمیر افغان پولیس وروزو ، د هغوي سره په ګډه کار وکړو، خپله سوق او اداره قوي کړو او بله دا چې د کندهار د ښار په اړه به د افغانستان د امنیتي قواوو سره معلومات شریک کړو. او تر ټولو مهمه به دا وي چې د کندهار ښار ګیرچاپیره به یو امنیتي کمربند هم جوړ کړو. "

جنرال کارټر وایي د کندهار په ولایت کې د دې هڅو سربیره په پلان کې لري چې د جمهور رییس حامد کرزي د ناسکه ورور د کندهار د ولایتي شورا د رییس احمد ولي کرزي رول به هم پدغه ولایت کې ورکم کړي. جنرال کارټر وایي چې د ولایتي شورا کار یوازې څارنه ده خو دا چې محلي حکومت کمزوری دی نو تر ډیره ځایه په سیمې کې زیات واک او اختیار د ولایتي شورا سره دی. جنرال کارټر وایي چې د کندهار د والي او ښاروال د کارونو په ښه کیدو سره به د ولایتي شورا د احمد ولي کرزي زور او نفوذ کم کړي. په احمد ولي کرزي باندې د رشوت خورۍ او د مخدره موادو په قاچاق کې د لاس لرلو تور لګیدلی دی او بله دا چې هغه پخپله محلي ملیشه هم لري.

جنرال کارټر وایي چې په څلورو یا شپږو میاشتو کې به د کندهار د ولایت کنترول بیرته د افغان حکومت په لاس ورکړي.

" زه هیله لرم چې تر مني پورې به د کندهار ولس پداسې حال کې سهار له خوبه پاڅیږي چې دا حق به ورته ورکړل شوی وي چې د خپل حق پوښتنه وکړي، امنیت به ټینګ شوی وي او تر ټولو مهمه دا چې د حکومت سره به ځان تړلی احساس کړی. "

جنرال کارټر وایي د ناټو د تړون د غړو هیوادونو په هیوادونو کې یو شمیر خلک وایي چې د افغانستان ستونزه په چټکو نظامي اقداماتو حل کیدل شي خو جنرال کارټر دا خبره نه مني او وایي چې د افغانستان لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره پکار ده. هغه وایي لومړی باید چې امنیت ټینګ شي او وروسته حکومت جوړ شي او زیاتوي چې دا کار وخت او حوصلې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG