د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر په کندهار کې افغان پولیس وژلی


امریکايي عسکر په کندهار کې افغان پولیس وژلی
امریکايي عسکر په کندهار کې افغان پولیس وژلی

امریکایی اوافغان مامورین وایی ، یوامریکایی عسکر د قندهارپه ولایت کی یو افغان عسکر ویشتلی او وژلی دی. دناټو بیان وایی اتلاف اوافغان قواوی ددی پیښی تحقیق کوی.

دا پیښه نن د قندهارد پولیسو په مرکزکی وشوه. دغه مامورین وایی نورمعلومات به د تحقیق نه وروسته خپاره کړی.

بل خوا، د کاناډا صدراعظم سټیفن هارپر نن اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې په ٢٠١١م کال کې د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم یو شمیر عسکر د افغان قواوو د روزنې لپاره پاتې کیږي.

کاناډايي مقاماتو ددې اونۍ په پیل کې وویل چې ممکن ٧٥٠ پوځي روزونکي او ٢٠٠ ملاتړې عمله یې تر ٢٠١۴م پورې په افغانستان کې پاتې شي.

صدراعظم هارپر وویل، دده خوښه دا ده چې ټول عسکر یې له افغانستان نه راووځي، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان قواوې روزنې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG