نن د قندهار ولایت د سپین بولدک په سرحدي ښارگوټي کې په یوه مرگانۍ حمله کې د افغانستان د استخباراتو یو مامور مړاو ٢۴ کسان زخمی شول. یوه ځان وژونکي په ځان پورې تړلی بم وچوه. په زخمیانو کی تنه ملکی ١٦ کسان هم شامل دي.
نن د بم په یوه بله چاودنه کې چې د خوست دولاېت په یوه دیني مدرسه کې وشوه، د مدرسې ملا امام ووژل شو.
نننئ چاودنې په داسی حال کې کېږی چې پرون دملگرو ملتونو يوه لوړ پوړي مامور وویل چې په افغانستان کې سږکال د امنیت عمومي وضع د ۲۰۰۱م کال را وروسته زیاته خرابه شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د خاص استاځي مرستیال رابرت واتکینس پرون د چارشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو بیلابیلې ادارې یوازي ۴۰ په سلو کې د افغانستان ساحو ته لاس رسی لري او نورې ۳۰ په سلو کې سیمو ته محدودې مرستې ورسيږي.
ښاغلي واتکینس وویل چې دا ډیره مهمه خبره ده چې د طالبانو د سیمه ایزو قوماندانانو سره مذاکرات وشي ترڅو په ترڅ کې یې هغو سیمو ته لاس رسۍ پیدا شي چې د حکومت ضد وسله وال په کښي حضور لري چې په دې سره به د واکسینونو او نورو مرستندویو پروګرامونو دپاره لاره هواره شي.