د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار والي وايي د نړیوالو د مرستو لویه برخه د افرادو په ګټه تمامه سوې


په کندهارکې د امريکايي قواوو د بیارغاونې دچارو مسئول وايي چي په تیرو ۳ کلونو کې يې د ولايتي بیارغاوني دټيم له لارې د۱۶ ميلیونه ډالرو په ارزښت تر۱۲۰ زیاتې انکشافي پروژې عملي کړي دي.

په کندهارکې دولایتي بیارغاونې چاري اوتاستیسات افغان حکومت ته وسپارل شوې اوپدې ترتیب سره ددغه ټيم اته ( ۸) کلن ماموریت پای ته ورسیدی. خودکندهاروالي توریالی ویسا وايي چي دنړیوالي ټولنې دمرستولویه برخه دافرادو په برخه شوې ده . نوموړی وايي سره له دې چې په انکشافي کارونوکې ډیربرخه هم همدې کسانوته ورکړل شوې وه په څنګ کې يې نړيوالي ټولنې دهغوی سلامشورو ته ډیرغوږ نیولی .

دکندهاروالي زیاته کړه چي له دې لارې ځيني غیري قانوني ډلي په غیري اګاهانه ډول حمایه شوې اوهغوي بیا دنور لپاره درد سر جوړشوو.

ښاغلي ویسا زیاته کړه چې څو محدود کسان وو چې د ځان په ګټه او د هېواد په تاوان يې بهرنيانو ته مشورې ورکولې او په ډېرو مواردو کې د هغوي پر سلا مشورو باور هم کیدی.،،دا سمه ده چې د نړيوالې ټولنې په مالي مرسته په هېواد کې ډېر کارونه وشول، خو په ځينو مواردو کې دغه پيسې د ټوپکسالارانو او زورواکو شخصي اکاونټونو ته تللې دي.همدا لامل دى چې لا تر اوسه په هېواد کې سرتاسري امنيت نه تر سترګو کېږي، چې کړاو يې دا دى عام افغانان ګالي،،.


په کندهار کې د ولايتي بیارغاونې د ډلې مشري پنځه کاله کاناډايي قواوو وکړه اوله ۲۰۱۰ کال راوروسته د۳ کالولپاره ددغې ډلې مشري آمریکایانو په غاړه درلوده.

دکندهاروالي توریالي ويسا زیاتوي چي له تیرو ۳ کالو راهيسې دبیارغوني ټيم وروسره بشپړه همږغي لرل او دڅه باندي ١٦ ميليونه ډالروپه لګښت يې نږدې ١٢٠ پرمختيايي پروژې عملي کړې .

دامريکايي ځواکونو د ساختماني چارو مشرجنرال پېټ وايټ وايي چي دروغتیا اوپوهنې په ګډون د اقتصادي ودې اوښه حکومتدارۍ په چاروکې يې له افغان حکومت سره له نږدې کارکړی دی .

نوموړي دکندهار د ولايتي بيارغونې ډله د افغانستان په سطحه ٢٧مه ډله یاده کړه چې له افغان دولت سره يې په ولايتي کچه د بيارغونې ترڅنګ په نورو برخو کې مرستې کولې.

خو نوموړي ټینګاروکړچې په بیلا بیلو برخو کې به يې له افغانانو سره مرستې دوام ولري.

افغان مقامات وايي چي دنړیوالوڅخه دواک دانتقال په برخه کې دولایتي بیارغاوني ټیمونه مهمه برخه جوړه وي .

د کندهارد ولايتي بیارغاوني ډله د شرکت میوې په سیمه کې موقعیت لري . تر اوسه لا نده څرګنده چې ولایتي اداره به ددغې فابريکي د بیا فعالیت لپاره ورڅخه کارواخلي اوکه به يې دبل هدف لپاره وکاروي .

عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG