د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پر پوهنتون ځانمرګه برید شوی


د افغانستان په جنوب کې د یو ځانمرګه برید په لړ کې لږ تر لږه ۷ کسه وژل شوي او د ۲۳ کسه ټپیان شوي دي. د کندهار ولایت د والي ویاند وايي چې دغه برید د کندهار ولایت د پوهنتون مخې ته شوی دی او په پېښه کې ټول وژل شوي کسان بې ګناه افغانان دي.

بل پلوه د افغانستان یو ولایتي چارواکی وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د ناټو په هوايي برید کې درې تنه ملکي کسان وژل شوي دي. د ایتلافي ځواکونو ویاند وايي چې د برید لومړي ریپوټونه دا ښيي چې په وژل شویو کسانو کې ملکیان نشته.

د لوګر ولایت د والي ویاند دین محمد درویش وايي چې د ناټو ځواکونه د چرخ په ولسوالۍ کې پر پښو روان وو چې د یاغیانو له خوا پرې برید وشو. نوموړي وویل چې دوي د هوايي قوې غوښتنه وکړه او د برید له کبله ۳ تنه دوکانداران ووژل شول .

د ناټو ویاند جګړن مارتین کریکګټن وايي چې د لومړنیو ریپوټونه له قراره نن د دوشنبې په ورځ د ناټو یوې الوتکې د چرخ په ولسوالۍ کې برید کړی دی او هغه کسان یې په نښه کړي دي چې یو بم یې ښخوی. کریکګتن وايي چې په برید کې څو کسه وژل شوي دي چې د یوه کسه مړی معاینه شوی دی او د چاودیدونکو موادو آثار په کښي پیدا شوي دي.

XS
SM
MD
LG