د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار ښار کې نن هم جګړه روانه ده


A local Chinese elderly woman caries a baby piggyback in a traditional basket on the outskirts of Chongqing, China.
A local Chinese elderly woman caries a baby piggyback in a traditional basket on the outskirts of Chongqing, China.

نن دویمه ورځ ده چه افغان عسکر د طالبانوسره د کندهار په ښار کی په جگړه اخته دی.

افغان مامورین وایی طالبانو په دغه دوه ورځنی جگړه کی لږ ترلږه دری کسه وژلی دی، ۴٦ کسه یی زخمی کړیدی چه ٢۴ کسه په کی امنیتی پرسونل دی. دغه مامورین وایی لږ تر لږه دولس کسه طالبان هم وژل شویدی.

طالبانو پرون په قندهارکی کی یو لړمرگانی منسجمی حملی وکړې. اوله حمله یی د قندهار د والی په استوگنځي وکړه. د راکټ او ټوپکو ډزی یی پری وکړی.

وروسته یی د استخباراتو او د پولیسو په څو محلی دفترونو باندی حملی وکړی.

جمهورریس حامد کرزی دغه حملی وغندلی او وی ویل چه طالبان او القاعده په پاکستان کی د د امریکایی قواوو له خوا د اسامه بن لادن د وژلو کیدلو نه وروسته ، ددغسی حملو په وسیله خپله کمزوری پټوی. د جمعی په ورځ طالبانو یو بیان خپور کړی چه د بن لادن مرگ به ددوی فعالیتونه قوی کاندی. خو د طالبانو نطاې پرون وویل چه پرونی حملی انتقامی حملی نه وی.

طلبانو څو ورځی مخکی د پسرلنیو حملو د شروع کولو اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG