د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې تازه نښتو مرګ ژوبله پېښه کړې


پا کستاني ماموران وايي چي نن په کراچۍ کې د تشدد او نښتو په دوران کې تقريبا څلور کسان مړه او څو تنه ټپیان شوي دي. دا تازه نښتې وروسته د هغي د کراچۍ په ښار کې پیل شوي چي پرون د چهارشنبې په ورځ دعوامي نشل پارټۍ يوه غړي زين العابدين، ټوپکوالاو وويشتی او ويي واژه.

ددغه وژنې نه وروسته دښار زياتو برخو ته تشدد خپور شو، چې دري کسان په کې ووژل شول او مظاهره کوونکو څو عرادو موټرو ته اور واچوه.

نن په ښار کې زياتره دوکانونه او د تيلو پمپونه تړل شوي وو ، پوليسو او عسکرو په ښار کې گزمې کولې.

XS
SM
MD
LG