د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت په راوستلو کې ناکامه شوې یو، کرزی


د امنیت په راوستلو کې ناکامه شوې یو، کرزی
د امنیت په راوستلو کې ناکامه شوې یو، کرزی

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وايي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه پدې کې ناکامه شوې ده چې د افغانانو دپاره امنیت تامین کړي.

په یوې مرکې کې چې د بي بي سي سره یې کړې ده، د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي ویلي دي چې ناټو، د آمریکا متحده ایالات او پاکستان باید د شخړې په پیل کې هڅه کړې وای چې د ترهګرو او طالبانو ځالې یې له منځه وړي وای.

د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي بیا هغه ادعا تکرار کړه چې وايي د طالبانو سره د پاکستان د حکومت ځیني عناصر مرسته کوي خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.

نن د جمعې ورځ پر افغانستان باندي د آمریکا د ماموریت لس کاله پوره کېږي. لس کاله مخکي په همدې ورځ پر افغانستان باندي د آمریکا نظامي برید پیل شو او په لړ کې یې د طالبانو حکومت وړنګ شو. متحده ایالاتو پر افغانستان باندي د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو یوه میاشت وروسته برید وکړ.

ناټو وايي چې پلان یې چې غواړي د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیت د مسولیت چارې وسپاري اوس هم پر سم مسیر روان دی. ناټو افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د امنیت د مسولیت د سپارلو لړۍ پیل کړې ده او تر ۲۰۱۴ کاله پوري به د ټول افغانستان د امنیت د مسولیت چارې و افغانانو ته وسپارل شي ددغې لړۍ د بشپړیدو سره به ټولې محاربوي امریکايي او ناټو قواووې د ۲۰۱۴ کال ترپایه پوري د افغانستان څخه ووځي.

په داسي حال کې چې د مسولیت د سپارلو د بهیر د پیل راهیسي یاغیانو یو لړ غټې حملې او ترورونه کړي دي چې دا بهیر خنډ کړي خو د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن وايي چې افغانانو ته د امنیتي مسولیت د سپارل به د یاغیانو په حملو باندي اخلال نشي.

د پوځ متقاعد ستر جنرال ستینلي مکریستل په خپلې یوې وینا کې وویل چې په افغانستان کې تر ټولو غټ کار دا دی چې یو قانوني حکومت رامنځ ته شي ترڅو د عادي افغانانو دپاره خدمات برابر کړي او د طالبانو په مقابل کې یو بدیل وي.

جنرال مکریستل چې په افغانستان کې د ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۰ کاله پوري د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان و په یوې مجله کې د یوې لیکنې په خاطر مجبور کړل شو چې د خپلې وظیفې نه استعفا وکړي. هغه په خپلې وروستۍ وینا کې ویلي دي چې افغانستان ته تګ نړیوالې ټولنې ډیره ساده او بسېط وباله.

په عین حال کې تیري پتر چې د د فاعي چارو په یوې ورځپاڼه کې سلاکار دی په خپل ریپوټ کې وايي چې وخت له لاسه وځي چې افغانستان په یوه داسي حالت کې پرېښول شي چې حد اقل هغه وخت، پیسې او ځاني قرباني چې نړیوالې ټولنې ورکړه چې هلته سوله تامین شي، بې ځایه ولاړې نسي. نړیوالې ټولنې دا لګښتونه هغه وخت پر ځان ومنل کله چې د ترهګرۍ ضد ماموریت یې د بیارغونې په ماموریت بدل کړ.

اوس مهال په افغانستان کې ۱۳۰ زره نړیوالې قواووې حضور لري چې اکثریت یې امریکايي ځواکونه دي.

XS
SM
MD
LG