د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د کرزي لومړۍ ورځ او د کنفرانس په اړه د خلکو نظرونه


په جرمني کې د کرزي لومړۍ ورځ او د کنفرانس په اړه د خلکو نظرونه
په جرمني کې د کرزي لومړۍ ورځ او د کنفرانس په اړه د خلکو نظرونه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی پرون د جمعې په ورځ د بن په کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني ته ورسید او د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر ګایدو ویسترویلي لخوا ورته په هوایي ډګر کې هر کلی وویل شو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ویسټرویلي چې د بن په هوایي ډګر کې د ښاغلي کرزي او هیت د هر کلي لپاره ورغلی ؤ، وویل دا زمونږ لپاره ویاړ دی چې د بن د مهم کنفرانس کوربه توب په غاړه لرو. ښاغلي ویسترویلي وویل د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره تاسو په مونږ او نورې نړیوالې ټولنې ډاډ لرلی شۍ.

" زمونږ اصلي پیغام دا دی چې افغانستان به نه هیروو او غواړو چې ستاسو د هیواد سره د اوږدې مودې لپاره ملګرتیا ولرو. "

په عین حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي وویل د خوښۍ ځای دی چې یو ځل بیا جرمني ته راځم او تر څنګ یې دا هم وویل چې جرمني د افغانستان او د سیمې د ثبات او امنیت په راوستلو کې قربانیو ته هم غاړه ایښې ده.

" جرمني د افغانستان پخوانی ملګری دی او په ځانګړي ډول پدې تیرو لسو کالو کې زمونږ سره په هرې ستونزې کې ولاړ ؤ او د همکاریو په برخې کې هم جرمني د مرستندویه هیوادونو په جملې کې په لومړي کتار کې دی.

بل پلو طالبانو پخپلې ویب پاڼې کې د بن کنفرانس د امریکا لومه ګڼلې ده او ویلي یې دي چې دا کنفرانس د اشغال په لمبو کې د افغانستان د سیزلو لپاره یوه دسیسه ده.

پداسې حال کې چې د جرمني د بن په ښار کې د بن دویم کنفرانس به د دوشنبې په ورځ پیل شي او د امنیتي مسایلو تر څنګ به په امنیتي مسایلو هم پکې هر اړخیز بحثونه وشي خو په افغانستان کې بیا عام خلک وایي چې د غونډو پر ځای پکار ده چې عمل ډیر شي. د افغانستان غریب او بې چاره خلک د بن په کنفرانس کې د ګډون کوونکو نه هیله لري چې په هیواد کې دې د فقر او غربت چاره وکړي.

" درې کاله کیږي چې مونږ پدې خیمې کې ژوند کوو. زمونږ غوښتنه د نړیوالې ټولنې او پخپله د ولسمشر حامد کرزي نه دا ده چې مونږ ته ډوډۍ او د اوسیدو ځای برابر کړي ځکه چې زمونږ د اوسیدو وضع بیخي خرابه ده.

" زه له ولږې او تندې مرمه. زه په پنځو افغانیو اوبه اخلم او دوه لمسیان لرم. هیله لرم چې حکومت زما سره مرسته وکړي ځکه چې زه زیاتې ستونزې لرم.

" مونږ د تیرو لسو کالونو نه کومه ګټه نده اخیستې، افغانستان ته د مرستو لپاره پیسې راځي خو دا پیسې زمونږ د وزیرانو، ښاروالانو او نوورو حکومتي چارواکو جیبونو ته ځي او د غریبو افغانانو په ژوندانه کې یې هیڅ کوم بدلون ندی راوستی. زمونږ هیله دا ده چې پدې کنفرانس کې دې افغانستان د غریب ولس ستونزو ته پآملرنه وشي.

په امریکا باندې د 2001 کال د سپټمبر د میاشتې د 11 مې نیټې د تروریستي بریدونو نه یوه میاشت وروسته په همدې میاشت کې د نړۍ مشران د جرمني د ښار د بن په لومړي کنفرانس کې سره جرګه شوي ؤ او په افغانستان کې د طالبانو رژیم د پای ته رسولو لپاره سره سلا شول. هغوي هیله درلوده چې په افغانستان کې به کورنۍ جګړې نورې پای ته ورسیږي او دغه هیواد به د عصریتوب په لور روان شي. د میرمنو حقوق به پکې رعایت شي او تر څنګ به یې د ولس فقر او بیچاره ګي هم ختمه شي.

خو د بن د لومړي کنفرانس نه لس کاله تیر شول او اوس د امریکا په شمول ټولې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې چې د پیړو راپدیخوا د امپراطوریو د هدېرې په نامه شهرت لري، د بریالیتوب په اړه خپل نظرونه بدل کړیدي.

XS
SM
MD
LG